24 نو زۀ به هم ستاسو خِلاف شم او زۀ به تاسو له د مخکښې نه اووۀ چنده زياته سزا درکړم.
چې څوک صفا خلق وى نو تۀ د هغوئ سره صفا يې، خو تۀ د بدعملو سره سخت يې.
ځکه چې هغه زورَور او د حِکمت خاوند دے او څوک هم چې د هغۀ مخالفت کوى نو نقصان به اوچتوى.
پاکانو ته تۀ خپل ځان پاک ښکاره کوې، او هغوئ څوک چې مکاران دى مکر کوى.
خو هغوئ د هغۀ خِلاف سرکشى وکړه او د هغۀ مقدس روح يې خفه کړو. نو مالِک خُدائ د هغوئ دشمن شو او د هغوئ خِلاف يې جنګ وکړو.
”نو بيا اے بنى آدمه، نبوت وکړه او خپل لاسونه وپړقوه او زما تُوره به دوه ځله بلکې درې ځله ووهى. دا تُوره د تباهۍ دپاره ده او دا تُوره د لوئ قتل و غارت دپاره ده چې د هرې خوا نه به هغوئ راګېر کړى.
کۀ د دې هر څۀ نه پس بيا هم ما ته غوږ ونۀ نيسئ، نو ستاسو د نافرمانۍ په وجه زۀ به ستاسو سزا اووۀ چنده زياته کړم.
کۀ تاسو بيا هم زما مخالفت کوئ او زما د منلو نه اِنکار کوئ، نو زۀ به ستاسو سزا اووۀ چنده زياته کړم.
نو زما قهر به ستاسو خِلاف شى او بيا به زۀ ستاسو سزا د مخکښې نه اووۀ چنده زياته کړم.
او زۀ يې د خپل ځان خِلاف کړم او چې هغوئ د دشمنانو مُلک ته ولېږم. کۀ بيا ستاسو د اولاد سخت زړونه نرم شى او د خپلې ګناه او سرکشۍ سزا ورته مِلاو شى،