Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 26:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 نو زۀ به تاسو له سزا درکړم. زۀ به په تاسو افتونه راولم يعنې لا علاجه بيمارۍ او تبې چې تاسو به ړاندۀ کړى او ستاسو ژوند به لنډ تنګ کړم. تاسو به تخم وکَرئ، خو هيڅ ګټه به درنۀ کړى، ځکه چې ستاسو دشمنان به په تاسو غالِب شى او چې تاسو څۀ کَرلى وى نو هغوئ به يې وخورى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 26:16
35 Iomraidhean Croise  

کله چې په مُلک کښې قحط يا وبا وى، يا په سوزېدونکې هواګانو او يا د قحطۍ مُولخانو په ذريعه فصلونه تباه شى، يا ستا د خلقو په ښارونو باندې دشمنانو حمله کړې وى، يا په هغوئ باندې څۀ افت يا بيمارى راشى،


هغوئ د هر طرف نه يريږى، او چې چرته هم ځى نو يره ورپسې وى.


هغه غشے د هغوئ د ملا نه وويستلے شى، او دا غشے په وينه سور وى، يره به په هغوئ باندې راشى.


نو ما پرېږده چې څۀ وکَرم او نور يې وخورى، او زما کَرلے فصل دې تباه شى.


اے خُدايه، تۀ په دوئ باندې خراب خلق مقرر کړه چې دوئ ملامته کړى، په دۀ اِلزام لګونکے دې د دۀ ښى لاس ته ودريږى.


ناګهانه به هغوئ برباد شى، دوئ به په يره او وحشت کښې راګېر شى او په پوره طور سره به فنا شى،


نو د هغوئ ژوند بې‌اهميته تير شو، عمر يې په يره يره تير شو.


ورته يې وفرمائيل، ”کۀ تاسو د مالِک خُدائ، د خپل خُدائ پاک خبره په غور سره واورئ او هغه څۀ کوئ کوم چې د هغۀ په نظر کښې صحيح دى او د هغۀ قانون ته پام کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه پوره کوئ، نو زۀ به په تاسو داسې هيڅ بيمارۍ نۀ راولم چې کومې ما په مِصريانو راوستلې وې، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ شفا درکوونکے يم.“


د بدعمله په کور مالِک خُدائ لعنت ورَوى، خو هغه د صادق په کور باندې برکت ورَوى.


هيڅ به پاتې نۀ شى، يا خو به تاسو د قېديانو په مينځ کښې د يرې نه زېړې داړې نيولې وى او يا به په جنګ کښې ووژلے شئ. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ سړيږى، هغۀ به تاسو له د سزا درکولو دپاره خپل لاس اوچت کړے وى.


مالِک خُدائ په خپل ښى لاس او زورَور مټ باندې قسم خوړلے دے او لوظ يې کړے دے چې، ”زۀ به بيا ستا غله ستا په دشمنانو نۀ خوروم، او نۀ به محنت سره جوړ شوى ستا مے د پردى مُلک خلقو باندې څښوم.


کله چې دا خبر د يهوداه بادشاه ته ورسېدو چې د شام فوجيان اِسرائيل سره په جنګ کښې ملګرى شوى دى، نو هغه او د هغۀ ټول خلق دومره زيات ويرېدل او داسې ولړزېدل لکه چې په طوفان کښې ونې خوځيږى.


زما خلقو غنم وکَرل، خو تش ازغى يې ورېبل، هغوئ ډېر محنت وکړو خو هيڅ فائده يې حاصله نۀ کړه. ځکه د مالِک خُدائ د سختې غصې په وجه، هغوئ صرف د رُسوايۍ او شرم فصل ورېبلو.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به څلور قسمه تباه کوونکى ورولېږم. تُوره د هغوئ د وژلو دپاره، سپى چې د هغوئ لاشونه راکاږى، ټپوسان چې هغوئ تېر کړى او ځنګلى ځناور چې هغوئ ختم کړى.


ستاسو په مُلک کښې به کونډې د سمندر په غاړه د شګو نه هم ډيرې وى. په نيمه ورځ به زۀ د ځوانانو په ميندو باندې تباهى راولم. او ناګهانه به په دوئ پرېشانى او دهشت راولم.


ځکه مالِک خُدائ په خپله دا فرمائى چې، زۀ به په تا او ستا په دوستانو باندې دهشت راولم، او تۀ به په خپلو سترګو سره د هغوئ وژل د دشمنانو د لاسه ووينې. زۀ به د يهوداه ټول خلق د بابل بادشاه ته حواله کړم، څوک چې به د هغوئ نه ځينې بابل ته قېديان بوځى او ځينې به په تُوره قتل کړى.


هغوئ به ستاسو فصلونه او خوراک لواړ تېر کړى، هغوئ به ستاسو زامن او لوڼه ووژنى. هغوئ به ستاسو رَمې او څاروى تباه کړى، او هغوئ به ستاسو د انګورو او د اينځر ونې تباه کړى. تاسو چې په کومو محفوظو ښارونو باندې بهروسه کوئ نو د هغې لښکرې به يې تباه برباد کړى.


تاسو به په خپل سر باندې پټکے ساتئ او پېزار به په پښو کوئ. تاسو به غم او ژړا نۀ کوئ، او تاسو به په خپله ګناه کښې ضائع شئ او تاسو به په خپلو ټولو ګناهونو ماتم کوئ.


”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه، تاسو داسې وايئ چې، زمونږ جرمونو او ګناهونو مونږ لاندې کړى يُو، او مونږ د هغوئ په وجه سخا او تباه شوى يُو، نو مونږ به څنګه ژوندى پاتې شُو؟


تاسو په غريبانانو ظلم کوئ او د هغوئ په غله د حد نه زيات ټيکس لګوئ. نو په دې وجه اګر کۀ تاسو د کاڼو نه ښائسته کورونه جوړ کړى دى خو تاسو به په هغې کښې نۀ اوسېږئ، اګر کۀ تاسو د انګورو ډک باغونه کَرلى دى خو تاسو به د هغې مے ونۀ څښئ.


تاسو به غله وکَرئ، خو فصل به ونۀ رېبئ، تاسو به د زيتُونو نه تېل وباسئ خو دا به خپل ځان دپاره استعمال نۀ کړئ، تاسو به انګورو نه مے وباسئ، خو مے به ونۀ څښئ.


تاسو ډېر تخم کَرلے دے، خو فصل مو لږ رېبلے دے. تاسو خوراک کوئ خو ورباندې مړېږئ نه. تاسو اوبۀ څښئ، خو تنده مو پرې نۀ ختميږى. تاسو جامې اغوندئ، خو پرې نۀ ګرمېږئ. تاسو تنخواه ګټئ، خو صرف په هغه بټوه کښې اچولو دپاره چې په کښې سورى وى.


دا هغه وبا ده چې مالِک خُدائ به په دې هغه خلق مړۀ کړى چا چې د يروشلم خلاف جنګ کړے وو. د هغوئ غوښې به سخا شى چې لا دوئ په خپلو پښو ولاړ وى، د دوئ سترګې به په خپل ځائ سخا شى، او د دوئ ژبې به د دوئ په خُلو کښې سخا شى.


ستاسو په وجه به زۀ ستاسو اولاد ورټم، زۀ به ستاسو په مخونو ستاسو د اختر د قربانو ګند واچوم، او تاسو به دې سره بهر وغورزولے شئ.


هغوئ به ستاسو څاروى او فصلونه وخورى او تاسو به د لوږې نه مړۀ شئ. هغوئ به ستاسو غله، مے، د زيتُونو تېل، څاروى او ګډې هيڅ هم نۀ پرېږدى، او تاسو به مړۀ شئ.


د جنګ په وجه به په کوڅو کښې مړى پراتۀ وى، په کورونو کښې به يره وى. پېغلې او ځوانان به مړۀ شى، نۀ به ماشومان او نۀ به سپين‌ږيرى بچ شى.


د ژوندى خُدائ پاک په لاسونو کښې ورتلل ډېره هيبتناکه خبره ده.


بيا د مالِک خُدائ فرښته د عفره کلى ته راغله او د څېړۍ د ونې لاندې کښېناسته چې دا ونه د يوآس وه، يوآس د ابيعزر د قبيلې سړے وو. د هغۀ زوئ جدعون په پټه باندې د انګورو په لنګرۍ کښې غنم ټکول، د دې دپاره چې ميديانيان يې ونۀ ګورى.


خو چې څوک ژوندى پاتې شى، نو هغوئ به په پرېشانۍ او غم آخته شى او د هغوئ نور ټول اولاد به په يو سخت مرګ مړۀ شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan