13 زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ چې د غلامۍ نه آزاد شئ. ما هغه طاقت ختم کړو چې تاسو يې ټيټ کړى وئ او د دې جوګه مې کړئ چې په اوچتو سترګو ګرځئ.“
اے مالِکه خُدايه په رښتيا سره ستا خِدمتګار يم، لکه ستا د وينځې د زوئ په شان زۀ ستا خِدمتګار يم، تا زۀ د زنځيرونو نه آزاد کړے يمه.
مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو او هغه په بنى اِسرائيلو پسې روان شو نو بنى اِسرائيل زړَور روان وُو.
”زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ، کوم چې د غلامۍ مُلک وو.
زۀ به تاسو خپل خلق جوړ کړم او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم. تاسو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم چې کله زۀ تاسو په مِصر کښې د غلامۍ نه آزاد کړم.
دا به زۀ هغه خلقو له ورکړم چا چې په تاسو باندې ظلم زياتے کولو، هغه خلقو له چا چې تاسو په کوڅو کښې څملولئ او پښې به يې درباندې کېښودې او په تاسو به ګرځېدل.“
تا د هغوئ قوم لوئ کړے دے او لويه خوشحالى دې ورکړې ده. تا چې څۀ کړى دى نو په هغې باندې هغوئ خوشحالى کوى، هغوئ دومره خوشحالى کوى لکه چې خلق يې د فصل د رېبلو په وخت کوى، او يا چې کله مالِ غنيمت تقسيميږى.
”اے بنى اِسرائيلو، تاسو د ډېر پخوا نه زما جغ د خپل څټ نه اخوا کړے دے او زما نه مو اِنکار کړے دے. تاسو ووئيل، ”زۀ به نور ستا بندګى نۀ کوم.“ په هره لوړه غونډۍ او د هرې شنې ونې لاندې څملاستئ او د کنجرو په شان مو زنا وکړه.
مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، ”زۀ به د بابل د بادشاه جغ مات کړم چې بوج يې په خلقو باندې دے.
زۀ به هم د يهوداه بادشاه د يهويقيم زوئ يهوياکين سره د يهوداه د هغه ټولو خلقو واپس دې ځائ ته راولم کوم چې په بابل کښې جلاوطن دى. بېشکه چې زۀ به د بابل د بادشاه جغ مات کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.“
په تحفنحيس کښې به د ورځې تيارۀ شى کله چې زۀ د مِصر جغ مات کړم او د هغۀ زور به ختم شى. هغه به په وريځو کښې پټ شى، او د هغۀ کلى به قبضه کړے شى.
د باغونو ونې به خپلې مېوې کوى او زمکه به خپل فصلونه کوى، او خلق به په خپل مُلک کښې په امن وى. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم، کله چې زۀ د هغوئ د غلامۍ جغ مات کړم او د هغه خلقو د لاس نه ورله خلاصون ورکړم چا چې هغوئ غلامان کړى دى.
ما بنى اِسرائيل د خپلې مينې او رحم رسۍ سره ځان ته رانزدې کړو. ما د هغۀ د څټ نه جغ اوچت کړو، او زۀ په خپله ورټيټ شوم او خوراک مې ورکړو.
دا د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک حُکم دے، چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ چې د کنعان زمکه تاسو له درکړى چې د ستاسو خُدائ پاک وى.
اِسرائيليان د مالِک خُدائ غلامان دى او هغوئ يې د مِصر مُلک نه راوويستل، هغوئ دې د نوکرانو په توګه نۀ خرڅيږى.
يو اِسرائيلے به همېشه دپاره غلام نۀ وى، ځکه اِسرائيليان د مالِک خُدائ غلامان دى. هغۀ هغوئ د مِصر مُلک نه راوويستل، هغه مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک دے.“
اوس به زۀ د اسوريانو جغ ستاسو د څټ نه اخوا کړم او ستاسو بيړۍ به وشلوم.“