Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 26:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 زۀ به ستاسو مل يم، زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو به زما خلق يئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 26:12
33 Iomraidhean Croise  

زما به تا او ستا د اولاد سره دا لوظ وى، دا به په راتلونکو نسلونو کښې يو نۀ ختمېدونکے لوظ وى. زۀ به ستا او ستا د اولاد خُدائ پاک يم.


زۀ به تا او ستا اولاد له دا مُلک ورکوم په کوم کښې چې تۀ اوس مسافر يې. د کنعان ټول مُلک به همېشه دپاره ستا د اولاد وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.“


د ماښامى په نرۍ نرۍ هوا کښې دوئ د مالِک خُدائ، خُدائ پاک د راتلو آواز واورېدو، نو دوئ په ونو کښې پټ شول.


د دې نه پس، حنوک درې سوه کاله د خُدائ پاک په ملګرتيا کښې ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.


حنوک خپل ژوند د خُدائ پاک په ملګرتيا کښې تېر کړو او د هغې نه پس خلقو ونۀ ليدو، ځکه چې هغه خُدائ پاک خپل ځان ته پورته اوچت کړو.


دا د نوح قيصه ده. د هغۀ درې زامن وُو، شيم، حام او يافت. نوح هيڅ غلطى نۀ وه کړې او د خُدائ پاک په ټول مخلوق کښې هغه اېک يو نېک او صادق سړے وو. هغۀ د خُدائ پاک سره ملګرتيا وه،


د بنى اِسرائيلو سره په ټول سفر کښې ما د هغوئ مشرانو کښې يو ته هم نۀ دى وئيلى چې زما دپاره تاسو د دِيار کور ولې نۀ دے جوړ کړے.


”اے زما خلقو ما ته غوږ شئ زۀ به تاسو ته خبرې وکړم اے بنى اِسرائيلو زۀ ستاسو خلاف دا ګواهى کوم. چې هم زۀ خُدائ يم او ستاسو خُدائ پاک يم،


زۀ به د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې اوسېږم او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.


هغوئ ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم چا چې هغوئ د مِصر د مُلک نه راوويستل چې زۀ د هغوئ په مينځ کښې اوسېږم. زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم.


زۀ ستا د پلار نيکونو خُدائ پاک يم، د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ نو موسىٰ خپل مخ پټ کړو، ځکه چې هغه خُدائ پاک ته کتلو نه يرېدو.


زۀ به تاسو خپل خلق جوړ کړم او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم. تاسو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم چې کله زۀ تاسو په مِصر کښې د غلامۍ نه آزاد کړم.


ګورئ، خُدائ پاک زما خلاصونکے دے، زۀ به په هغۀ توکل کوم او نۀ به يرېږم. ځکه چې مالِک خُدائ ما له طاقت راکوى او زما حفاظت کوى، هغه زما خلاصونکے دے.“


يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.


دا هغه لوظ دے چې کله ما ستاسو پلار نيکۀ سره په هغه وخت کښې کړے دے کله چې ما هغوئ د مِصر نه بهر راوويستل د هغه ځائ نه چې لکه د اور د بټۍ په شان وو. کۀ چرې تاسو زما د حکمونو پيروى وکړئ کوم چې ما تاسو له درکړى دى، نو بيا به تاسو زما قوم يئ، او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم.


نو هغه وخت به تاسو زما خلق يئ او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم.“


خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما بنده ګان وى.


بيا به هغوئ زما خلق وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.


خو ما هغوئ له دا حُکم ورکړو، چې زما تابعدارى کوئ، نو زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو به زما خلق يئ. او د کومو لارو چې زۀ درته د تلو حکم کوم په هغې تلل کوئ. نو په دې کښې به ستا خير وى.


نو بيا به هغوئ زما د اصُولو پيروى کوى او په احتياط سره به زما په شريعت عمل کوى. نو بيا به هغوئ زما خلق وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.


زۀ به هغوئ دومره زيات کړم لکه څومره رَمې به چې د نذارانو اخترونو دپاره يروشلم ته راتللې. نو هم داسې به وران ويجاړ ښارونه د خلقو د رَمو نه ډک کړم. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


نو بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په مينځ کښې يم، او دا چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او زما نه بغېر بل څوک نشته. نو بيا به هيڅکله زما خلق ونۀ شرميږى.


دا درېمه برخه به زۀ اور کښې واچوم، زۀ به دوئ لکه د سپينو زرو په شان صفا کړم او لکه د سرو زرو به يې وآزمائيم. هغوئ به زما په نوم آواز وکړى او زۀ به هغوئ له جواب ورکړم، او زۀ به ووايم چې، دوئ زما خلق دى، او هغوئ به وائى، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے.“


نر يا ښځه چې ناپاکه وى نو هغوئ بهر ولېږه، چې خېمې پليتې نۀ کړى، چرته چې زۀ د خپلو خلقو په مينځ کښې اوسېږم.“


”زۀ د اِبراهيم خُدائ پاک، د اِسحاق خُدائ پاک او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ هغه د مړو خُدائ پاک نۀ دے خو د ژوندو خُدائ پاک دے.“


نو د خُدائ پاک د کور او د بُتانو په خپلو کښې د جوړښت امکان نشته، نو مونږ په خپله د ژوندى خُدائ پاک کور يُو لکه څنګه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به په خپله په هغوئ کښې اوسم او په هغوئ کښې به ګرځم، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى.“


خپل کېمپ مقدس ساتئ، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو سره ستاسو په کېمپ کښې دے، دا د دې دپاره چې ستاسو حِفاظت وکړى او تاسو له په دشمنانو باندې فتح درکړى. داسې يو د بې‌شرمۍ کار هم مۀ کوئ چې د هغې په وجه مالِک خُدائ ستاسو نه مخ واړوى.


کۀ غلامان د خپلو مالِکانو نه وتښتى او تاسو له د پناه دپاره راشى، نو هغوئ واپس مۀ لېږئ.


خو په حقيقت کښې هغوئ د يو بهتر ځائ، يعنې د آسمانى مُلک په تلاش کښې وُو، نو ځکه خُدائ پاک په دې نۀ شرميږى چې د هغوئ خُدائ پاک دې وبللے شى، نو هغۀ هغوئ له يو ښار تيار کړے دے.


”د اِفِسوس د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، دا د هغۀ پېغام دے چا چې اووۀ ستورى په خپل ښى لاس کښې نيولى دى څوک چې د سرو زرو د اوو ډيوټونو په مينځ کښې ګرځى.


څوک چې کامياب شى هغه به د دې وارث شى، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما بچى وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan