10 تاسو سره به دومره ډېره غله وى چې تاسو به هغه زَړه غله د دې دپاره وغورزوئ چې د نوى فصل دپاره ځائ پېدا شى.
نو يشعياه حزقياه بادشاه ته وفرمائيل، ”څۀ چې کېدونکى دى نو د هغې په حقله به درته ووايم. په دې کال او په بل کال به تۀ قدرتى شوے خوراک خورې، خو په ورپسې کال به غله وکرې او وبه يې رېبې او د انګورو باغونه به وکرې او انګور به وخورې.
درمندونه به بيا د غلې نه ډک شى، او چاټۍ به د نوؤ ميو او د زيتُونو د تېلو نه تر خولې خولې پورې ډکې شى.“
کله چې تاسو په اتم کال خپل پټى کَرئ، نو چې په شپږم کال تاسو څۀ رېبلى وى هغه به تر اوسه پورې خورئ او په نهم کال به هم تاسو هغه څۀ خورئ کوم چې تاسو په اتم کال کَرئ او رېبئ.
هغۀ د ځان سره ووئيل، ما ته څۀ کول پکار دى؟ ما سره خو دومره ځائ هم نشته چې دا غله په کښې انبار کړم.
په ورپسې ورځ هغوئ په اول ځل هغه خوراک وکړو چې په کنعان کښې پېدا شوے وو يعنې وريتې دانې او پتيره روټۍ.