1 مالِک خُدائ وفرمائيل، ”بُتان، مجسمې، د کاڼو ستنې، يا داسې کاڼى مۀ جوړَوئ چې تاسو ورته سجده وکړئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
هغوئ په ټولو غرونو باندې او د هرې ونې د سورى لاندې د کاڼو ستنې او د اشيرې د بُت نښې کېښودې،
هغوئ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک ټول قانون مات کړو او د ځان دپاره يې د سخو په شکل کښې دوه د سرو زور بُتان جوړ کړل، هغوئ د اشيرې بُت نښه هم جوړه کړه، د ستورو عبادت يې وکړو او د بعل بُت خِدمت يې وکړو.
او د هغه خلقو رِواجونه يې خپل کړل چې مالِک خُدائ په هغه وخت شړلى وُو چې اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل او چې د اِسرائيل بادشاهانو کوم رِواجونه شروع کړى وُو نو هغه يې هم خپل کړل.
دوئ هغه په بُتخانو جوړولو باندې غصه کړلو، او هغوئ د هغۀ غېرت د دوئ د بُتانو په خلاف راوپارولو.
هر هغه څوک چې د بُتانو عبادت کوى په شرم به وشرميږى، هغوئ هم څوک چې په بېکاره بُتانو نازيږى. اے ټولو معبودانو هغۀ ته سجده وکړئ.
”زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ، کوم چې د غلامۍ مُلک وو.
د خپلو ځانونو دپاره د سپينو زرو يا د سرو زرو بُتان مۀ جوړَوئ چې زما په ځائ د هغوئ عبادت وکړئ.
د هغوئ معبودانو ته سجده مۀ لګوئ او مۀ يې عبادت کوئ او د هغوئ طريقې مۀ خپلوئ او د هغوئ بُتان مات کړئ او د هغوئ د کاڼو مقدسې ستنې وغورزوئ.
د ويلې کړے شوو څيزونو نه معبودان مۀ جوړَوئ او مۀ يې عبادت کوئ.
کله چې هغه ورځ راشى، نو هغوئ چې کوم د سپينو زرو او سرو زرو بُتان جوړ کړى وى چې عبادت يې وکړى نو هغه به وغورزوى. او هغوئ به منږکانو او ښاپېرکانو ته پرېږدى.
زما نه مۀ اوړئ او د بُتانو عبادت مۀ کوئ، مجسمې مۀ جوړَوئ او مۀ يې عبادت کوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.
يو اِسرائيلے به همېشه دپاره غلام نۀ وى، ځکه اِسرائيليان د مالِک خُدائ غلامان دى. هغۀ هغوئ د مِصر مُلک نه راوويستل، هغه مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک دے.“
هغه اِمام له کوم چې وينه او د سلامتۍ نذرانې وازګه پېش کوى.
تاسو د هغه مُلک ټول اوسېدونکى وشړئ. د هغوئ ټولې مجسمې او بُتان مات کړئ او د هغوئ ټولې علاقائى عبادتخانې ورانې کړئ.
نو چې مونږ د خُدائ پاک اولاد يُو نو بيا مونږ ته دا سوچ کول مناسب نۀ دى چې د خُدائ ذات لکه د سرو زرو، د سپينو زرو يا د کاڼى د بُت په شان وګڼو چې بنى آدم په خپله پوهه او هُنر سره جوړ کړى وى.
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د کاڼى، لرګى، يا د ويلې کړے شوے څۀ څيز نه بُت جوړ کړى او په پټه د هغې عبادت کوى، مالِک خُدائ د بُت پرستۍ نه نفرت کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې د مِصر نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ.
خو بهر هغه سپى دى کوم چې جادوګران، حرامکاران، قاتلان او بُت پرستان او د هغوئ ټولو د ژوند هر يو پل په دروغو روان دے.
د دان خلقو د ځان دپاره جوړ شوے بُت ولګول، او د موسىٰ نمسى او د جيرسوم زوئ يونتن او د هغۀ زامنو تر هغې پورې د اِمامانو په توګه خِدمت کولو چې جلاوطنۍ ته بوتلے شول.