6 کۀ په هغه کال کښې زمکه کَرلے شوې هم نۀ وى، خو د هغې نه به ستاسو دپاره، ستاسو نوکرانو، مزدورانو او د مسافرو دپاره چې ستاسو سره اوسيږى، خوراک مِلاو شى،
نو يشعياه حزقياه بادشاه ته وفرمائيل، ”څۀ چې کېدونکى دى نو د هغې په حقله به درته ووايم. په دې کال او په بل کال به تۀ قدرتى شوے خوراک خورې، خو په ورپسې کال به غله وکرې او وبه يې رېبې او د انګورو باغونه به وکرې او انګور به وخورې.
خو په اوؤم کال يې شاړه پرېږدئ او چې څۀ په کښې شوى وى هغه ترې نه مۀ رېبئ، چې څۀ په کښې پاتې وى نو هغه به غريبانان خلق او ځنګلى ځناور وخورى. د انګورو او زيتُونو د باغونو سره هم دغه شان وکړئ.
خو کېدے شى چې ستاسو نه يو کس تپوس وکړى چې پټى ونۀ کَرلے شى او فصلونه راغونډ نۀ شى نو په اوؤم کال به څۀ خورو.
مالِک خُدائ به په شپږم کال هغه زمکې له برکت ورکړى نو هغه زمکه به د دوه کالونو دپاره ښۀ ډېر خوراک پېدا کړى.
هغه فصل مۀ رېبئ چې د کَرلو نه بغېر په خپله راشين کيږى او د خپلو باغونو نه هغه انګور مۀ راټولوئ چې څانګې يې قينچى شوى نۀ وى، دا هغه کال دے چې زمکه به په کښې پوره آرام کوى.
داسې ستاسو څاروو دپاره او ستاسو په پټو کښې د ځنګلى ځناورو دپاره هم. زمکه چې هر څۀ راشنۀ کړى نو هغه خوړلے شى.
او ټول ايمانداران په يو ځائ راجمع کېدل او په هر څۀ کښې شريک وُو.
ټول ايمانداران په يو زړۀ وو او چا هم دا دعوىٰ نۀ کوله چې دا د هغوئ ملکيت دے بلکې هغوئ سره چې څۀ هم وو هغه يې شريک کړل.