Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 25:54 - Pakistani Yousafzai Pashto

54 کۀ هغه په داسې څۀ طريقه آزاد نۀ کړے شى، نو هغه او د هغۀ بچى به د واپس ورکولو د کال نه پس په بل کال خامخا آزاد کړے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 25:54
8 Iomraidhean Croise  

خو مالِک خُدائ وفرمائيل، ”يقيناً چې د جنګيالى نه به قېديان بوتلے شى، او د ظالم کس مالِ غنيمت به ونيولے شى. هر څوک هم چې تا سره جنګ کوى نو زۀ به هغوئ سره جنګ کوم، او هم زۀ به ستا د بچو حِفاظت کوم.


زۀ به قېديانو ته ووايم چې، تاسو آزاد يئ. او څوک چې په تيارۀ کښې وى نو هغوئ ته به ووايم چې، رڼا له راوځئ. هغوئ به د هغه ګډو په شان وى چې د غرونو په غونډو کښې څريږى،


مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې تاسو غلامان شوئ، نو ستاسو په سر پېسې نۀ وې ورکړے شوې، او چې کله تاسو آزادولے شئ نو ستاسو په سر به پېسې نۀ شى ورکولے.“


نو تاسو پنځوسم کال خاص وګڼئ او د مُلک ټولو خلقو ته د آزادۍ اِعلان وکړئ. په دې کال هغه هر څۀ هم چې خرڅ شوى وى نو هغه به اصلى مالِک يا د هغۀ اولاد ته واپس ملاويږى او هر څوک چې د غلام په توګه خرڅ شوے وى نو هغه به خپل خاندان ته واپس شى.


په دې کال هغه هر څۀ چې خرڅ شوى وى نو هغه به واپس خپل اصلى مالِک ته مِلاو شى.


يو اِسرائيلے به همېشه دپاره غلام نۀ وى، ځکه اِسرائيليان د مالِک خُدائ غلامان دى. هغۀ هغوئ د مِصر مُلک نه راوويستل، هغه مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan