53 لکه چې هغه د کال په بنياد باندې مزدور کړے شوے وو. د هغۀ مالِک به د هغۀ سره ظلم نۀ کوى.
او مِصريانو په دوئ باندې ظلم زياتے کولو او د دوئ ژوند يې تريخ کړو. هغوئ په دوئ باندې د خښتو، خټو او په خپلو پټو کښې کار کولو او په دوئ باندې يې هيڅ رحم نۀ کولو.
د هغوئ سره ظلم مۀ کوئ خو د خُدائ پاک نه يرېږئ.
او هغوئ خپلو بچو ته د ميراث په توګه پرېښودلے شئ، ترڅو چې هغوئ ژوندى وى نو ستاسو د بچو خِدمت به کوى. خو چې تاسو د خپل وطندار ورور سره ظلم ونۀ کړئ.