Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 25:50 - Pakistani Yousafzai Pashto

50 چا چې هغه اخستے وى د هغۀ سره به خامخا مشوره کوى او هغوئ به د خرڅېدو د وخت نه واخله د واپس اخستلو نه وروستو کال پورې کالونه وشمېرى او چې کومې پېسې يو مزدور ته ورکولے کيږى د هغې په بنياد به د هغۀ د خلاصېدو قيمت مقرر شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 25:50
10 Iomraidhean Croise  

نو مونږ پرېږده چې آرام وکړُو. مونږ د مزدورانو په شان يُو او مونږ پرېږده چې خپل کار په خېر ختم کړُو.


او اوس مالِک خُدائ فرمائى، ”پوره په درې کاله کښې به د موآب لوئ مال دولت ختم شى. او د دې د ډېرو خلقو نه به صرف يو څو ژوندى پاتې شى، او هغوئ به ډېر کمزورى وى.“


بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”پوره په يو کال کښې دننه دننه به د قيدار شان او شوکت ختم شى.


خو کۀ د هغۀ سره ډېرې پېسې نۀ وى چې زمکه واپس واخلى نو دا به د واپس اخستلو نه وروستو کال پورې د هغه سړى په قبضه کښې وى. په هغه کال دې دا خپل اصلى مالِک ته واپس شى.


هغه به ستاسو سره د يو مزدور په شان وى او د واپس ورکولو تر کال پورې به ستاسو خِدمت کوى.


يا د هغۀ ترۀ، د ترۀ زوئ يا د هغۀ بل يو نزدې خپلوان هغه واپس اخستلے شى. يا کۀ هغه په خپله مالداره شى، نو هغه خپله آزادى په خپله اخستلے شى.


د پاتې شوو کالونو د شمېر په مطابق به هغه خامخا د خرڅېدو د قيمت يوه حِصه ورکوى،


لکه چې هغه د کال په بنياد باندې مزدور کړے شوے وو. د هغۀ مالِک به د هغۀ سره ظلم نۀ کوى.


کله چې تاسو يو غلام آزادوئ نو خفه کېږئ مه، ځکه چې آخر هغۀ هم د يو مزدور په نيم قيمت شپږ کاله ستاسو خِدمت کړے دے. هم دغه شان کوئ، نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په هر کار کښې تاسو له برکت درکوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan