Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 25:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 هغه فصل مۀ رېبئ چې د کَرلو نه بغېر په خپله راشين کيږى او د خپلو باغونو نه هغه انګور مۀ راټولوئ چې څانګې يې قينچى شوى نۀ وى، دا هغه کال دے چې زمکه به په کښې پوره آرام کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 25:5
5 Iomraidhean Croise  

نو يشعياه حزقياه بادشاه ته وفرمائيل، ”څۀ چې کېدونکى دى نو د هغې په حقله به درته ووايم. په دې کال او په بل کال به تۀ قدرتى شوے خوراک خورې، خو په ورپسې کال به غله وکرې او وبه يې رېبې او د انګورو باغونه به وکرې او انګور به وخورې.


بيا يشعياه حزقياه بادشاه ته وفرمائيل، ”زۀ چې څۀ وايم هغه رښتيا دى او دا د هغې ثبوت دے. په دې کال او په بل کال به تۀ صِرف هغه غله خورې کومه به چې په خپله شوې وى، خو په درېم کال به تۀ غله کرې او فصلونه به رېبې او د انګورو باغونه به کرې او د هغې انګور به خورې.


تاسو به خپل پټى نۀ کَرئ نۀ به هغه فصل رېبئ چې په خپله راشين شوے وى او نۀ به په باغونو کښې هغه انګور راټولوئ چې څانګې يې پرې کړے شوې نۀ وى.


خو په اوؤم کال دې زمکه شاړه پاتې شى. دا به مالِک خُدائ ته وقف شوے کال وى. خپل پټى مۀ کَرئ او په خپلو باغونو کښې د انګورو څانګې مۀ قينچى کوئ.


کۀ په هغه کال کښې زمکه کَرلے شوې هم نۀ وى، خو د هغې نه به ستاسو دپاره، ستاسو نوکرانو، مزدورانو او د مسافرو دپاره چې ستاسو سره اوسيږى، خوراک مِلاو شى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan