Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 25:43 - Pakistani Yousafzai Pashto

43 د هغوئ سره ظلم مۀ کوئ خو د خُدائ پاک نه يرېږئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 25:43
23 Iomraidhean Croise  

په درېمه ورځ يوسف هغوئ ته ووئيل، ”زۀ د خُدائ پاک نه يرېږم او زۀ به تاسو په يو شرط ژوندى پرېږدم.


او اوس ستاسو اراده دا ده چې د يروشلم او يهوداه سړى او ښځې خپل غلامان او وينځې جوړې کړئ. ولې تاسو ته پته نشته څۀ چې تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خِلاف ګناهونه هم کړې دى؟


کۀ زما وينځې يا غلام ما ته شکايت کړے وى، او ما هغوئ سره اِنصاف نۀ وى کړے،


نو بيا زۀ خُدائ پاک ته څنګه مخامخ کېدے شم؟ کله چې هغه حِساب کِتاب کوى نو زۀ څۀ جواب ورکړم؟


خو دايڼې د خُدائ پاک نه يرېدلې او د بادشاه حُکم يې ونۀ منلو او هغوئ نران ماشومان ژوندى پرېښودل.


ډېره موده پس چې د مِصر بادشاه مړ شو، خو بنى اِسرائيلو د غلامۍ په وجه فرياد کولو نو هغوئ په چغو وژړل، ”خُدايه پاکه، زمونږ مدد وکړه.“


بيا مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”ما وليدل چې زما د خلقو سره په مِصر کښې څومره ظلم کيږى، ما د هغوئ فرياد اورېدلے دے چې هغوئ د ظالمانو مشرانو نه خلاص شى. ما ته د هغوئ د ټولو تکليفونو پته ده،


ګوره، ما د خپلو خلقو ژړا اورېدلې ده او زۀ دا هم ګورم چې مِصريان په دوئ ظلم کوى.


د هغوئ سختو مِصريانو مشرانو بنى اِسرائيل آفسران وهل، کوم چې هغوئ د دې کار مشران مقرر کړى وُو. ورته يې وئيل، ”تاسو ولې هم هغه هومره خَښتې نۀ جوړَوئ لکه چې څومره تاسو مخکښې جوړولې؟“


زۀ خپلو خلقو ته غصه وم، ما هغوئ له داسې سزا ورکړه چې تا ته مې حواله کړل. او تا په هغوئ باندې هيڅ رحم ونۀ کړو، او په بوډاګانو دې هم ډېر دروند بوج کېښودو.


هغوئ وائى، ”کله چې مونږ روژې نيسو نو تۀ پرې ولې نۀ خوشحالېږې؟ مونږ ځانونه دومره عاجز کړُو او تۀ هډو توجو نۀ کوې.“ ګورئ، حقيقت دا دے چې کله تاسو روژه نيولې وى نو هم په هغه وخت تاسو په خپلو فائدو پسې ګرځئ او د خپلو مزدورانو سره ظلم زياتے کوئ.


تاسو د کمزورو ګډو خيال نۀ کولو او نۀ مو د بيمارانو دارو کول، او نۀ مو د زخمى شوو مرهم پټۍ کوله. تاسو ورک شوې واپس نۀ راوستل، او نۀ مو د ورک شوو لټون کولو. تاسو په هغوئ په سختۍ او د ظلم حکومت وکړو.


خپل اِسرائيليان مۀ دوکه کوئ، خو د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک نه يرېږئ. ځکه چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.


اِسرائيليان د مالِک خُدائ غلامان دى او هغوئ يې د مِصر مُلک نه راوويستل، هغوئ دې د نوکرانو په توګه نۀ خرڅيږى.


کۀ تاسو ته د نوکرانو ضرورت وى، نو د خواوشا قومونو نه غلامان اخستلے شئ.


او هغوئ خپلو بچو ته د ميراث په توګه پرېښودلے شئ، ترڅو چې هغوئ ژوندى وى نو ستاسو د بچو خِدمت به کوى. خو چې تاسو د خپل وطندار ورور سره ظلم ونۀ کړئ.


لکه چې هغه د کال په بنياد باندې مزدور کړے شوے وو. د هغۀ مالِک به د هغۀ سره ظلم نۀ کوى.


”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


اے مالِکانو، تاسو هم د خپلو غلامانو سره داسې سلوک کوئ. هغوئ له دهمکى مۀ ورکوئ. ځکه چې تاسو ته پته ده چې ستاسو دواړو په آسمان کښې مالِک يو دے او هغه د چا طرفدارے هم نۀ کوى.


هغوئ د خُدائ پاک نه هيڅ يره نۀ کوله، نو هغوئ په داسې وخت کښې په تاسو د شا نه حمله وکړه چې تاسو ستړى ستومانه وئ او چې کوم وروستو پاتې وُو نو هغه ټول يې ووژل.


اے مالِکانو، د خپلو نوکرانو سره د عدل او اِنصاف سلوک کوئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په آسمان کښې ستاسو هم يو مالِک شته.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan