4 خو په اوؤم کال دې زمکه شاړه پاتې شى. دا به مالِک خُدائ ته وقف شوے کال وى. خپل پټى مۀ کَرئ او په خپلو باغونو کښې د انګورو څانګې مۀ قينچى کوئ.
د يرمياه پېغمبر په ذريعه چې د مالِک خُدائ کوم پېغام اورولے شوے وو نو هغه پوره شو چې، ”اويا کاله به هغه زمکه شاړه پرته وى، ځکه چې هغې د سبت آرام نۀ وو کړے.“
هغه فصل مۀ رېبئ چې د کَرلو نه بغېر په خپله راشين کيږى او د خپلو باغونو نه هغه انګور مۀ راټولوئ چې څانګې يې قينچى شوى نۀ وى، دا هغه کال دے چې زمکه به په کښې پوره آرام کوى.
اول خو به هغه مُلک خامخا د هغې د خلقو نه خالى کيږى، چې دا د پوره آرام نه ښۀ خوند واخلى او هغوئ ته به زما د قانون او حُکمونو نۀ منلو په وجه پوره سزا مِلاو شى.