Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 25:38 - Pakistani Yousafzai Pashto

38 دا د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک حُکم دے، چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ چې د کنعان زمکه تاسو له درکړى چې د ستاسو خُدائ پاک وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 25:38
10 Iomraidhean Croise  

زما به تا او ستا د اولاد سره دا لوظ وى، دا به په راتلونکو نسلونو کښې يو نۀ ختمېدونکے لوظ وى. زۀ به ستا او ستا د اولاد خُدائ پاک يم.


”زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ، کوم چې د غلامۍ مُلک وو.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په هغه وخت کښې به زۀ د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو خُدائ يم، او هغوئ به زما خلق وى.“


خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما بنده ګان وى.


بيا به هغوئ زما خلق وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.


زۀ مالِک خُدائ يم چا چې تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ چې زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، تاسو خامخا مقدس اوسئ، ځکه چې زۀ مقدس يم.


تاسو چې کومې پېسې هغوئ له قرض ورکړئ نو د هغې سود ترې نه مۀ اخلئ او چې کوم خوراک ورباندې خرڅ کړئ د هغې ګټه ترې نه مۀ اخلئ.


زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، ما تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ چې ستاسو خُدائ پاک يم. زۀ مالِک خُدائ يم.“


خو په حقيقت کښې هغوئ د يو بهتر ځائ، يعنې د آسمانى مُلک په تلاش کښې وُو، نو ځکه خُدائ پاک په دې نۀ شرميږى چې د هغوئ خُدائ پاک دې وبللے شى، نو هغۀ هغوئ له يو ښار تيار کړے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan