37 تاسو چې کومې پېسې هغوئ له قرض ورکړئ نو د هغې سود ترې نه مۀ اخلئ او چې کوم خوراک ورباندې خرڅ کړئ د هغې ګټه ترې نه مۀ اخلئ.
هيڅ څوک به بچ پاتې نۀ شى، کۀ هغه اِمامان وى يا عام خلق، مالِک وى کۀ نوکر، مالِکه وى کۀ نوکره، خرڅوونکى وى يا اخستونکى، قرض ورکوونکى يا قرض اخستونکى، کۀ قرضدار وى او کۀ مالدار وى.
نو ما بيا ووئيل چې، کاش چې زۀ د مور نه پېدا شوے هم نۀ وے. زۀ چې چرته هم ځم نو هلته خلق زما مخالف دى او جنګ راسره کوى. نۀ مې چا ته قرض ورکړے دے او نۀ مې د چا نه قرض اخستے دے، خو بيا هم دوئ ټول په ما لعنت وائى.
په تا کښې خلق په پېسو مرګونه کوى، تاسو سود کوئ او ډېره زياته ګټه اخلئ، او د خپلو ګاونډيانو نه ناجائزه ګټه کوئ. تاسو زۀ هېر کړے يم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.
د هغوئ نه هيڅ سود مۀ اخلئ، د خُدائ پاک نه يرېږئ او خپل اِسرائيلے هم هغه شان ځان سره نزدې اوسېدو ته پرېږدئ.
دا د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک حُکم دے، چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ چې د کنعان زمکه تاسو له درکړى چې د ستاسو خُدائ پاک وى.