Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 25:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 خو، ليويان هر وخت دا حق لرى چې په ښارونو کښې خپل هغه جائيداد واپس واخلى چې هغوئ ته حواله شوے وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 25:32
6 Iomraidhean Croise  

کوم اِمامان چې په هغه ښارونو کښې اوسېدل چې د هارون اولاد ته حواله شوى وُو، يا چې د څرن په هغه زمکو کښې اوسېدل چې د دې ښارونو وې، نو هلته يو څو ذمه وار سړى داسې وُو چې هغوئ به د اِمامانو په کورَنو کښې په ټولو ناريناؤ باندې خوراک تقسيمولو او په هغه هر چا باندې يې هم خوراک تقسيمولو چې د چا نومونه د ليويانو په ډلو کښې ليکلے شوى وُو.


هغوئ به نۀ دا خرڅوى او نۀ به يې بدلوى. دا ښۀ زمکه ده او نۀ دى په کار چې نورو لاسونو ته لاړه شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته مقدسه ده.


خو چې کوم کورونه په بې‌دېواله کلو کښې دى نو په هغوئ به د پټو په شان کار کيږى، د دې اصلى مالِک دا حق لرى چې دا واپس واخلى او دا به د واپس اخستلو په کال کښې واپس شى.


کۀ چرې يو ليوے په ښارونو کښې يو کور خرڅ کړى او واپس وانۀ خستلے شى، نو د واپس کولو په کال کښې به دا خامخا واپس شى، ځکه چې د ليويانو په خپلو ښارونو کښې چې کوم کورونه دى دا د اِسرائيلو په مينځ کښې د هغوئ ذاتى جائيداد دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan