29 کۀ څوک په يو دېوال لرونکى ښار کښې کور خرڅ کړى، نو هغه د دې د خرڅېدو د تاريخ نه واخله په هغه وړومبى ټول کال د واپس اخستلو حق لرى.
خو د رِبقې ورور او د هغې مور ووئيل، ”کم از کم لسو ورځو له دې هغه زمونږ سره ايساره شى، نو بيا دې لاړه شى.“
خو کۀ د هغۀ سره ډېرې پېسې نۀ وى چې زمکه واپس واخلى نو دا به د واپس اخستلو نه وروستو کال پورې د هغه سړى په قبضه کښې وى. په هغه کال دې دا خپل اصلى مالِک ته واپس شى.
خو کۀ هغه يې په يو کال کښې واپس وانۀ خلى نو د واپس اخستلو حق د هغۀ د لاس نه لاړ شى او هغه کور به د اخستونکى او د هغۀ د اولاد د همېشه دپاره وى، دا به د واپس اخستلو په کال نۀ واپس کيږى.
کله چې يو کس خپل کور مالِک خُدائ ته وقف کوى، نو اِمام به د دې د ښۀوالى يا بدوالى په مطابق د دې قيمت مقرر کړى او دا به آخرى قيمت وى.