Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 25:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 خو کۀ د هغۀ سره ډېرې پېسې نۀ وى چې زمکه واپس واخلى نو دا به د واپس اخستلو نه وروستو کال پورې د هغه سړى په قبضه کښې وى. په هغه کال دې دا خپل اصلى مالِک ته واپس شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 25:28
11 Iomraidhean Croise  

نو مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، په دې مُلک کښې به بيا کورونه، پټى او د انګورو باغونه اخستل کيږى.“


نو تاسو پنځوسم کال خاص وګڼئ او د مُلک ټولو خلقو ته د آزادۍ اِعلان وکړئ. په دې کال هغه هر څۀ هم چې خرڅ شوى وى نو هغه به اصلى مالِک يا د هغۀ اولاد ته واپس ملاويږى او هر څوک چې د غلام په توګه خرڅ شوے وى نو هغه به خپل خاندان ته واپس شى.


په دې کال هغه هر څۀ چې خرڅ شوى وى نو هغه به واپس خپل اصلى مالِک ته مِلاو شى.


کۀ څوک په يو دېوال لرونکى ښار کښې کور خرڅ کړى، نو هغه د دې د خرڅېدو د تاريخ نه واخله په هغه وړومبى ټول کال د واپس اخستلو حق لرى.


خو کۀ هغه يې په يو کال کښې واپس وانۀ خلى نو د واپس اخستلو حق د هغۀ د لاس نه لاړ شى او هغه کور به د اخستونکى او د هغۀ د اولاد د همېشه دپاره وى، دا به د واپس اخستلو په کال نۀ واپس کيږى.


په هغه وخت به هغه او د هغۀ بچى ستاسو نه لاړ شى او خپل خاندان او د خپل پلار نيکۀ جائيداد ته به راستُون شى.


د واپس اخستلو په کال به دا پټے واپس د دې اصلى مالِک يا د هغۀ اولاد ته ملاويږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan