25 کۀ يو اِسرائيلے غريب شى او زمکې خرڅولو ته مجبور شى، نو د هغۀ د ټولو نه نزدې خپلوان به زمکه واپس اخلى.
کله چې زمکه خرڅيږى، نو د دې د اصلى مالِک د واپس اخستلو حق به خامخا منلے شى.
کۀ د چا خپلوان نۀ وى چې دا واپس واخلى نو کېدے شى وروستو مالدار شى او ډېرې پېسې ولرى چې دا واپس واخلى.
فرض کړئ يو مسافر چې ستاسو سره اوسيږى او هغه مالدار شى، خو کۀ ستاسو خپل وطندار ورور غريب شى او خپل ځان په هغه مسافر يا د هغۀ د قبيلې په يو کس باندې خرڅ کړى.
کۀ څوک مالِک خُدائ ته يو پټے وقف کوى چې هغۀ اخستے وى،
ځکه چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د فضل نه خبر يئ. کۀ څۀ هم چې هغه غنى وو خو هغه ستاسو دپاره غريب شو، د دې دپاره چې د هغۀ د غربت په وسيله تاسو مالدار شئ.
او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل.
نعومى ووئيل، ”مالِک خُدائ دې بوعز بختور کړى. مالِک خُدائ همېشه د مړو او ژوندو سره وعدې پوره کوى.“ هغې دا هم ووئيل چې، ”هغه سړے زمونږ نزدې رشتهدار دے، هغه زمونږ د خيال ساتلو ذمه وار دے.“
دا رښتيا دى چې زۀ ستا نزدې رشتهدار يم او زۀ ستا خيال ساتم، خو دلته ستا، زما نه نزدې بل خپل هم شته.
دا ياد ساته چې بوعز، د چا د ښځو سره چې تا کار کولو، هغه زمونږ رشتهدار دے. اوس دا خبره واوره، هغه به نن شپه په درمند کښې اوربشې بادوى.
هغۀ ترې تپوس وکړو، ”تۀ څوک يې؟“ هغې جواب ورکړو، ”زۀ روت يم، ستا د پښو خاوره، په ما نظر وکړه، ځکه چې تۀ زما نزدې رشتهداره يې.“
هغۀ رشتهدار ته ووئيل، ”اوس نعومى د موآب نه واپس راغلې ده، هغه زمونږ د رشتهدار اِلىمَلِک پټے خرڅول غواړى،