Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 25:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 کله چې زمکه خرڅيږى، نو د دې د اصلى مالِک د واپس اخستلو حق به خامخا منلے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 25:24
12 Iomraidhean Croise  

ستا د ترۀ زوئ حنم‌ايل د سلوم زوئ به تا له راشى او درته به وائى چې په عنتوت کښې زما زمکه واخله، ځکه چې تۀ زما نزدې خپلوان يې نو اول د اخستو حق ستا دے او دا ستا فرض هم جوړيږى چې تۀ يې واخلې.


سوداګر به هغه زمکه دوباره وانۀ خلى کومه زمکه چې هغوئ خرڅه کړې ده کۀ چرې دوئ ژوندى هم وى، ځکه چې د مالِک خُدائ فېصله د ټولو دپاره ده او نۀ بدلېدونکې ده. ځکه د خپلو ګناهونو په وجه به يو کس هم خپل ژوند بچ نۀ کړے شى.


تاسو خپله زمکه د همېشه دپاره مۀ خرڅوئ، ځکه چې زمکه ستاسو نۀ ده، د خُدائ پاک ده او تاسو د مسافرو په شان يئ چا ته چې دا اجازت وى چې صِرف ګټه ترې نه واخلى.


کۀ يو اِسرائيلے غريب شى او زمکې خرڅولو ته مجبور شى، نو د هغۀ د ټولو نه نزدې خپلوان به زمکه واپس اخلى.


نو په داسې حال کښې به خامخا هغه سړى له قيمت ورکوى چا چې اخستې وى، دا قيمت به د واپس ورکولو کال پورې د پاتې کالونو دپاره وى، تر هغې پورې چې هغۀ ته خپله زمکه واپس شى.


خو چې کوم کورونه په بې‌دېواله کلو کښې دى نو په هغوئ به د پټو په شان کار کيږى، د دې اصلى مالِک دا حق لرى چې دا واپس واخلى او دا به د واپس اخستلو په کال کښې واپس شى.


صرف کائنات نه بلکې مونږ هم په زبيرګو کښې يُو چې راته د روح اوله مېوه مِلاو شوې ده، او مونږ په دې اِنتظار کښې يُو چې خُدائ پاک مو په خپل زوئ والى کښې قبول کړى او زمونږ ټول وجود ته خلاصون ورکړى.


خُدائ پاک په خپله مونږ د عيسىٰ مسيح سره يو کړو، او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې حکمت راکړو او هغه زمونږ دپاره صداقت، پاکوالے او خلاصون وګرځېدو،


هم دغه روح د خُدائ پاک د خوا نه مونږ سره د هغه ميراث ضمانت دے د کوم چې يې مونږ سره وعده کړې ده او هغۀ مونږ په بيعه واخستو، چې د خُدائ پاک خپل خلق شُو، د دې دپاره چې د هغۀ ثناء صِفت او جلال بيان کړُو.


په هغۀ کښې مونږ ته د هغۀ د وينې په وسيله خلاصون، يعنې د ګناهونو معافى، د خُدائ پاک د پراخه فضل په مطابق حاصله ده،


او د خپل ژوند په طريقو د خُدائ پاک روحُ القُدس مۀ خفه کوئ، د کوم په وسيله چې هغۀ تاسو خپل کړى يئ او د خلاصون د ورځ دپاره يې په تاسو مُهر لګولے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan