Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 25:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 کله چې تاسو په اتم کال خپل پټى کَرئ، نو چې په شپږم کال تاسو څۀ رېبلى وى هغه به تر اوسه پورې خورئ او په نهم کال به هم تاسو هغه څۀ خورئ کوم چې تاسو په اتم کال کَرئ او رېبئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 25:22
6 Iomraidhean Croise  

نو يشعياه حزقياه بادشاه ته وفرمائيل، ”څۀ چې کېدونکى دى نو د هغې په حقله به درته ووايم. په دې کال او په بل کال به تۀ قدرتى شوے خوراک خورې، خو په ورپسې کال به غله وکرې او وبه يې رېبې او د انګورو باغونه به وکرې او انګور به وخورې.


خو په شپږمه ورځ به دوئ د هغې يو په دوه راوړى چې څومره هره ورځ راټولوى او پخوى يې.“


بيا يشعياه حزقياه بادشاه ته وفرمائيل، ”زۀ چې څۀ وايم هغه رښتيا دى او دا د هغې ثبوت دے. په دې کال او په بل کال به تۀ صِرف هغه غله خورې کومه به چې په خپله شوې وى، خو په درېم کال به تۀ غله کرې او فصلونه به رېبې او د انګورو باغونه به کرې او د هغې انګور به خورې.


تاسو خپله زمکه د همېشه دپاره مۀ خرڅوئ، ځکه چې زمکه ستاسو نۀ ده، د خُدائ پاک ده او تاسو د مسافرو په شان يئ چا ته چې دا اجازت وى چې صِرف ګټه ترې نه واخلى.


تاسو سره به دومره ډېره غله وى چې تاسو به هغه زَړه غله د دې دپاره وغورزوئ چې د نوى فصل دپاره ځائ پېدا شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan