Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 25:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 ”بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه. کله چې تاسو هغه مُلک ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ يې تاسو له درکوى، د مالِک خُدائ د درناوى دپاره په هر اوؤم کال تاسو هغه زمکه مۀ کَرئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 25:2
14 Iomraidhean Croise  

د يرمياه پېغمبر په ذريعه چې د مالِک خُدائ کوم پېغام اورولے شوے وو نو هغه پوره شو چې، ”اويا کاله به هغه زمکه شاړه پرته وى، ځکه چې هغې د سبت آرام نۀ وو کړے.“


اوچت آسمانونه د مالِک خُدائ دى، خو زمکه يې انسان له ورکړې ده.


شپږ کاله خپله زمکه کَرئ او فصل ترې نه رېبئ.


هغوئ به د سېلاب په شکل کښې د يهوداه نه تېر شى، اے عمانو‌ايله، اوبۀ به لکه د مرغۍ د وزرو په شان خوَرې وى او ستا ټول مُلک به يې نيولے وى. او خلق به يې تر مرۍ مرۍ پورې پټ کړى وى.“


ما په خپل لوئ طاقت او زورَور لاس سره زمکه او په کښې ټول انسانان او ځناور پېدا کړل، او هر چا ته چې زما خوښه وى نو بيا دا هغوئ له ورکوم.


او د هغه کورونو په حقله دا اصُول يې ورته وښودل چې خورېدونکى پشم په حقله وى. (دا اصُول د بنى اِسرائيلو دپاره وُو چې کله هغوئ د کنعان مُلک ته ننوتلى وے نو د هغې نه پس به پرې عمل کېدلے، کوم مُلک چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکولو چې خپل يې شى.) کۀ چا ته پته ولګى چې مالِک خُدائ د هغۀ په کور پشم راوستے دے، نو هغه به خامخا ځى او د دې په حقله به اِمام ته وائى.


د هغې مياشتې د نهمې ورځې د نمرپرېواتو نه د لسمې ورځې د نمرپرېواتو پورې دا خاص ورځ مانځئ، په دې دوران کښې تاسو روژه نيسئ.


بيا مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې موسىٰ ته وفرمائيل او حُکم يې ورکړو چې،


شپږ کاله به تاسو خپل پټى وکَرئ، په باغونو کښې به د انګورو څانګې قينچى کړئ او فصلونه به راغونډ کړئ.


”د موآب په مُلک کښې د عباريم غرونو ته لاړ شه چې د يريحو ښار ته مخامخ دے، د نبو غرۀ ته وخېژه او د کنعان مُلک ته وګوره کوم چې زۀ بنى اِسرائيلو له ورکوم.


خُدائ تعالىٰ قومونو له خپل خپل ميراث ورکړو، کله چې هغۀ فېصله وکړه چې قومونه به په کوم کوم ځائ کښې اوسيږى، چې هر يو قوم د خپل هغه معبود سره اوسيږى چې هغۀ ورله خوښ کړے وى،


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې ما د دې وعده د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره کړې ده چې د هغوئ اولاد له به يې ورکوم. ما د دې کتلو ته پرېښودې خو هلته تلو ته به دې نۀ پرېږدم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan