19 هغه زمکه به فصلونه پېدا کوى او د خوراک هغه هر څۀ به درته ملاويږى چې تاسو يې غواړئ او په امن کښې به ژوند تېروئ.
مالِک خُدائ زما د پلار داؤد سره وعده کړې وه چې ستا زوئ، کوم چې ستا نه پس بادشاه جوړوم، هغه به زما دپاره يو کور جوړ کړى. او اوس ما دا فېصله کړې ده چې د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د عبادت دپاره به هغه کور جوړ کړم.
نو بيا به زمکه خپل پېداوار ورکړى، خُدائ پاک زمونږ خُدائ به مونږ له برکت راکړى.
بېشکه مالِک خُدائ به ښۀ څيزونه مونږ له راکوى، او زمونږ زمکه به ښۀ فصل پېدا کوى.
خو هر څوک چې ما ته غوږ نيسى نو هغه به په امن کښې اوسيږى، او د نقصان څۀ يره به پرې نۀ وى.“
خو کۀ تاسو خپلې رضا سره تابعدار يئ، نو چې زمکه کوم ښۀ څيزونه پېدا کوى، هغه به تاسو خورئ.
کله چې تاسو تخم وکَرئ، نو مالِک خُدائ به د دې شين کېدو دپاره باران راولېږى او د دې نه به تاسو ته ښۀ او زيات پېداوار مِلاو شى او ستاسو د څاروو دپاره به د څرن ښۀ ډېره زمکه وى.
زۀ به ستاسو د ونو مېوې او د پټو فصلونه زيات کړم، ترڅو تاسو د نورو قومونو په مينځ کښې د قحط په وجه شرمنده نۀ شئ.
درمندونه به بيا د غلې نه ډک شى، او چاټۍ به د نوؤ ميو او د زيتُونو د تېلو نه تر خولې خولې پورې ډکې شى.“
تاسو سره به د خوړلو دپاره هر څۀ ډېر تېر وى ترڅو چې تاسو ښۀ ماړۀ شئ، او تاسو به د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د نوم شُکر ګزارى وکړئ، چا چې ستاسو دپاره معجزې کړې دى. نو بيا به هيڅکله زما خلق ونۀ شرميږى.
د مالِک خُدائ ټول قانون او حُکمونه منئ، نو تاسو به هغه مُلک کښې په امن سره اوسېږئ.
خو کېدے شى چې ستاسو نه يو کس تپوس وکړى چې پټى ونۀ کَرلے شى او فصلونه راغونډ نۀ شى نو په اوؤم کال به څۀ خورو.
نو زۀ به په صحيح وخت باران وروم، هغه زمکه به فصلونه پېدا کړى او ونې به مېوې ونيسى.
ستاسو فصلونه به دومره ډېر وى چې د انګورو د راټولولو وخت پورې به تاسو غوبل کوئ او تر هغه پورې به انګور راټولوئ چې د غلې کَرلو وخت راورسيږى. د خوراک دپاره تاسو ته به هغه هر څۀ ملاويږى چې تاسو يې غواړئ او په خپل مُلک کښې به تاسو په امن ژوند کوئ.
زۀ به تاسو له ستاسو په مُلک کښې آرام درکړم او تاسو به بغېر د يرې نه خوب کوئ. زۀ به د هغه مُلک خطرناک ځناور لرې کړم او هلته به نور جنګ نۀ وى.
کله چې تاسو د اُردن سيند نه واوړئ، نو مالِک خُدائ به هغه مُلک تاسو له په ميراث کښې درکړى. هغه به تاسو د خپلو ټولو دشمنانو نه په حِفاظت کښې وساتى او تاسو به په امن کښې اوسېږئ.