Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 25:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 کۀ چرې پاتې شوى کالونه ډېر وى، نو قيمت به يې اوچت وى، خو کۀ صِرف يو څو کالونه پاتې وى، نو قيمت به يې کم وى، ځکه چې څۀ هم خرڅيږى نو هغه د فصلونو د هغه شمېر په مطابق به وى چې په هغه زمکه کښې پېدا کيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 25:16
4 Iomraidhean Croise  

قيمت به يې د کالونو د شمېر په مطابق مقررولے شى چې په هغه زمکه کښې د واپس ورکولو کال نه مخکښې څومره فصل کيږى.


نو په داسې حال کښې به خامخا هغه سړى له قيمت ورکوى چا چې اخستې وى، دا قيمت به د واپس ورکولو کال پورې د پاتې کالونو دپاره وى، تر هغې پورې چې هغۀ ته خپله زمکه واپس شى.


د پاتې شوو کالونو د شمېر په مطابق به هغه خامخا د خرڅېدو د قيمت يوه حِصه ورکوى،


خو کۀ چرې هغه کس خپله زمکه د دې نه وروستو وقف کړى، اِمام به د هغې بيعه د هغه کالونو د شمېر په مطابق حساب کړى چې د واپس اخستلو تر راتلونکى کال پورې پاتې وى او د کالونو د کمى په وجه به کمه بيعه مقرر کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan