13 په دې کال هغه هر څۀ چې خرڅ شوى وى نو هغه به واپس خپل اصلى مالِک ته مِلاو شى.
هغۀ زۀ د دې دپاره رالېږلے يم چې د مالِک خُدائ د برکت نه ډک کال اعلان وکړم، او د خُدائ پاک د بدل اخستلو ورځ راغلې ده چې ټولو ماتم کوونکو ته تسلى ورکړم.
سوداګر به هغه زمکه دوباره وانۀ خلى کومه زمکه چې هغوئ خرڅه کړې ده کۀ چرې دوئ ژوندى هم وى، ځکه چې د مالِک خُدائ فېصله د ټولو دپاره ده او نۀ بدلېدونکې ده. ځکه د خپلو ګناهونو په وجه به يو کس هم خپل ژوند بچ نۀ کړے شى.
نو تاسو پنځوسم کال خاص وګڼئ او د مُلک ټولو خلقو ته د آزادۍ اِعلان وکړئ. په دې کال هغه هر څۀ هم چې خرڅ شوى وى نو هغه به اصلى مالِک يا د هغۀ اولاد ته واپس ملاويږى او هر څوک چې د غلام په توګه خرڅ شوے وى نو هغه به خپل خاندان ته واپس شى.
هغه ټول کال به ستاسو دپاره مقدس وى، تاسو به صِرف هغه څۀ خورئ چې پټو په خپله راشنۀ کړى وى.
خو کۀ د هغۀ سره ډېرې پېسې نۀ وى چې زمکه واپس واخلى نو دا به د واپس اخستلو نه وروستو کال پورې د هغه سړى په قبضه کښې وى. په هغه کال دې دا خپل اصلى مالِک ته واپس شى.
کۀ هغه په داسې څۀ طريقه آزاد نۀ کړے شى، نو هغه او د هغۀ بچى به د واپس ورکولو د کال نه پس په بل کال خامخا آزاد کړے شى.
د واپس ورکولو په کال کښې، کله چې کوم جائيداد خرڅ شوے وى او هغه واپس خپل اصلى مالِک ته ملاويږى، نو د صِلافحاد د لوڼو جائيداد به د همېشه دپاره هغه قبېلې ته ورکړے شى چې په کومه کښې وادۀ شوې وى او دا به زمونږ د قبيلې دپاره د تاوان خبره وى.“