Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 25:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 نو تاسو پنځوسم کال خاص وګڼئ او د مُلک ټولو خلقو ته د آزادۍ اِعلان وکړئ. په دې کال هغه هر څۀ هم چې خرڅ شوى وى نو هغه به اصلى مالِک يا د هغۀ اولاد ته واپس ملاويږى او هر څوک چې د غلام په توګه خرڅ شوے وى نو هغه به خپل خاندان ته واپس شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 25:10
30 Iomraidhean Croise  

هر څوک چې د هغۀ خلق وى نو هغه د يهوداه يروشلم ته تلے شئ چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دپاره يو کور بيا جوړ کړئ، د چا عبادت چې په يروشلم کښې کيږى. او ستاسو خُدائ پاک دې ستاسو مل شى.


هغه په خپله د مظلومانو مقدمه چلوى، او اوږى ته خوراک ورکوى. مالِک خُدائ قېديان آزادوى.


”زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ، کوم چې د غلامۍ مُلک وو.


زۀ به قېديانو ته ووايم چې، تاسو آزاد يئ. او څوک چې په تيارۀ کښې وى نو هغوئ ته به ووايم چې، رڼا له راوځئ. هغوئ به د هغه ګډو په شان وى چې د غرونو په غونډو کښې څريږى،


ځکه چې هغه وخت راغلے دے چې د خپلو خلقو دپاره بدل واخلم. او هغه کال راغلے دے چې هغوئ په بيعه واخلم.


ټولو مشرانو او خلقو چا چې هم دا لوظ کړے وو هغوئ دا خبره ومنله چې هغوئ به خپل غلامان او وينځې آزادوى او نور به هغوئ په خپله قبضه کښې نۀ ساتى او هغوئ يې آزاد کړل.


د مالِک خُدائ دا پېغام يرمياه ته ورکړے شو پس د دې نه چې صدقياه بادشاه او د يروشلم ټولو خلقو د غلامانو د آزادولو دپاره لوظ وکړو


خو کۀ چرې هغه د خپل وراثت نه يوه تحفه خپل يو نوکر له ورکړى، نو نوکر سره به دا تر د آزادۍ د کال پورې وى، خو بيا به دا واپس د شهزاده شى. د هغۀ ميراث صرف د هغۀ د زامنو دے.


تاسو به خپل پټى نۀ کَرئ نۀ به هغه فصل رېبئ چې په خپله راشين شوے وى او نۀ به په باغونو کښې هغه انګور راټولوئ چې څانګې يې پرې کړے شوې نۀ وى.


په دې کال هغه هر څۀ چې خرڅ شوى وى نو هغه به واپس خپل اصلى مالِک ته مِلاو شى.


په هغه وخت به هغه او د هغۀ بچى ستاسو نه لاړ شى او خپل خاندان او د خپل پلار نيکۀ جائيداد ته به راستُون شى.


کۀ هغه په داسې څۀ طريقه آزاد نۀ کړے شى، نو هغه او د هغۀ بچى به د واپس ورکولو د کال نه پس په بل کال خامخا آزاد کړے شى.


چې هغه به مونږ د دشمنانو د لاسه بچ ساتى، او د يرې نه به امان راکړى


اوس مالِک روح دے، او چرته چې د مالِک روح دے، هلته آزادى ده.


هاجِره په عربو کښې د سينا د غرۀ په مثال ده او څوک چې د موجوده يروشلم ښار په شان ده، ځکه چې د خپلو اولادونو سره په غلامۍ کښې ژوند کوى.


زما وروڼو او خوېندو، تاسو د آزادۍ دپاره رابللى شوى يئ. خو دا آزادى د ګناه د فطرت دپاره مۀ استعمالوئ، بلکې د زړۀ نه د يو بل خِدمت کوئ.


تاسو آزاد يئ او آزاد ژوند تېروئ، خپله آزادى د بدۍ کولو پړده مۀ جوړَوئ بلکې د خُدائ پاک د غلامانو په شان ژوند تېروئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan