ليويانو 24:8 - Pakistani Yousafzai Pashto8 د هر سبت په ورځ په راتلونکو ټولو وختونو کښې، روټۍ دې خامخا د مالِک خُدائ په حضور کښې کېښودلے شى. د بنى اِسرائيلو همېشه دپاره دا لوظ دے. Faic an caibideil |
زۀ د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د نوم د درناوى دپاره يو کور جوړوم. دا به يو مخصوص ځائ وى چرته به چې د هغۀ په مخکښې خوشبوئى سوزولے شى، د قربانۍ خاص روټۍ پېش کولے شى او چې په هر سحر او ماښام، د سبت په ورځ، د نوې مياشتې په اخترونو او د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په نورو مقررو اخترونو باندې سوزېدونکې نذرانې پېش کولے شى. هغۀ اِسرائيل له حُکم ورکړے دے چې دا کار به د همېشه دپاره کوئ.
مونږ به د خُدائ پاک د کور د عبادت دپاره د دې څيزونو بندوبست کوُو، مقدسه روټۍ، د هرې ورځې د غلې نذرانه، هغه ځناور چې هره ورځ د قربانۍ په توګه سوزولے شى، د سبت د ورځو، د نوې مياشتې د اختر او د نورو اخترونو دپاره مقدسې نذرانې، د بنى اِسرائيلو د ګناه کفارې دپاره نذرانې او هغه بل هر يو څيز چې د خُدائ پاک په کور کښې يې ضرورت وى.