Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 24:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 دا قانون ستاسو د ټولو دپاره دے، کۀ هغه اِسرائيلے وى يا د پردى مُلک کس چې ستاسو سره اوسيږى، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 24:22
8 Iomraidhean Croise  

د هغه مُلک او د بل مُلک خلقو دپاره به يو شان قانون وى کوم چې ستاسو سره اوسيږى.“


هر يو اِسرائيلے يا د بل مُلک کس چې د هغوئ سره اوسيږى کۀ هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې وى، نو مالِک خُدائ به د هغۀ خِلاف شى او هغه به نور د هغۀ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.


د هغوئ سره د يو اِسرائيلى په شان سلوک کوئ او د هغوئ سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ. ياد ساتئ، تاسو هم په يو وخت کښې د مِصر په مُلک کښې مسافر وئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.


کله چې موسىٰ بنى اِسرائيلو ته دا وفرمائيل، نو هغوئ هغه سړے د خېمو نه بهر بوتلو چا چې کنځل کړى وُو او سنګسار يې کړو. نو بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.


دا اصُول د هغه هر چا دپاره يو شان دى چې څوک په غلطۍ سره ګناه وکړى، کۀ هغه په حقيقت کښې اِسرائيلے وى يا د هغوئ سره اوسېدونکے د پردى مُلک کس وى.


ستاسو سره چې کوم مسافر اوسيږى کۀ هغوئ د فسحې اختر کول غواړى، نو هغوئ به دا د ټول قانون او اصُولو په مطابق کوى. هر څوک چې د بل مُلک وى يا په دې مُلک کښې پېدا شوے وى نو د دواړو دپاره يو شان قانون دے.“


په هغه وخت ما ستاسو قاضيانو له حُکم ورکړو چې ستاسو د خلقو په مينځ کښې کومې لانجې راځى نو هغې ته غوږ نيسئ. هره يوه لانجه په اِنصاف سره فېصله کوئ، کۀ د دې لانجې تعلق صِرف ستاسو خپلو خلقو سره وى يا کۀ په کښې هغه مسافر هم شريک وى کوم چې ستاسو سره اوسيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan