19 کۀ څوک يو بل کس زخمى کړى، هغۀ چې څۀ هم کړى وى نو هم هغه شان عمل به ورسره کيږى.
خو کۀ هغه ښځه په خپله هم زخمى وى، نو سزا به د ژوند په بدل کښې ژوند وى،
د سترګې په بدل کښې سترګه، او د غاښ په بدل کښې غاښ، د لاس په بدل کښې لاس، د پښې په بدل کښې پښه،
د سوزولو په بدل کښې سوزول، د زخم په بدل کښې زخم، د کوړو په بدل کښې کوړې وهل دى.
او هر څوک چې د بل چا يو ځناور ووژنى نو تاوان به يې خامخا ورکوى. دا اصُول د ژوند په بدل کښې د ژوند والا دى.
کۀ هغه يو هډوکے مات کړى، نو د هغۀ يو هډوکے به ماتولے شى، کۀ هغه يوه سترګه وباسى نو د هغۀ يوه سترګه به ويستلے شى، کۀ هغه يو غاښ مات کړى، نو د هغۀ يو غاښ به ماتولے شى. هغه چې څنګه هم بل کس زخمى کړى نو په بدل کښې به د هغۀ سره هم هغه عمل کيږى.
تاسو خبر يئ چې دا وئيلے شوى وُو چې، د سترګې په بدل کښې سترګه او د غاښ په بدل کښې غاښ.
ځکه چې څنګه تاسو په نورو اِلزامونه لګوئ دغه شان به په تاسو هم اِلزامونه ولګولے شى، نو چې څنګه تاسو د بل ناپ تول کوئ، دغه رنګ به ستاسو ناپ تول کولے شى.
په داسې معامِلو کښې هيڅ رحم مۀ کوئ، د ژوند په بدل کښې به د ژوند سزا وى، د سترګې په بدل کښې د سترګې، د غاښ په بدل کښې د غاښ، د لاس په بدل کښې د لاس، پښې په بدل کښې به د پښې سزا وى.
ادونىبزق ووئيل، ”اويا داسې بادشاهانو زما د دسترخوان نه پاتې شوې ټُکړې راټولې کړې دى چې د هغوئ د لاسونو او د پښو غټې ګوتې پرې کړے شوې وې. اوس خُدائ پاک ما سره هم هغه شان وکړل لکه څنګه چې ما د هغوئ سره کړى وُو.“ هغه يروشلم ته بوتلے شو، چرته چې هغه مړ شو.