18 او هر څوک چې د بل چا يو ځناور ووژنى نو تاوان به يې خامخا ورکوى. دا اصُول د ژوند په بدل کښې د ژوند والا دى.
کۀ يو کس يوه کنده کولاو پرېږدى يا کنده وکنى او دا پټه نۀ کړى او يو غوَيے يا خر ورغورزيږى،
کۀ څوک يو بل کس زخمى کړى، هغۀ چې څۀ هم کړى وى نو هم هغه شان عمل به ورسره کيږى.
هر څوک چې يو ځناور ووژنى نو تاوان به يې ورکوى، خو هر څوک چې يو انسان ووژنى نو هغه به ووژلے شى.
کله چې يو کس په داسې طريقه ګناه وکړى، هغۀ چې څۀ څيز هم د غلا يا دوکې په طريقه اخستے وى نو هغه دې واپس ورکړى. په کومه ورځ چې هغه ګناهګار ثابت شى، نو هغه به خامخا د هغه څيز مالِک له پوره تاوان ورکوى او شل فيصده زيات به هم ورکوى.