Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 24:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 او وبه وژلے شى. هر يو اِسرائيلے يا د پردى مُلک کس چې ستاسو سره اوسيږى چې هغه مالِک خُدائ ته کنځل وکړى نو ټول قوم دې هغه ووژنى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 24:16
19 Iomraidhean Croise  

او هغوئ يې په يهوداه کښې بعله ته بوتلل، چې د هغه ځائ نه د خُدائ پاک د لوظ صندوق راوړى چې دا صندوق د ربُ الافواج په نوم ياديږى، چې هغه د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې اوسيږى.


دوئ تا پسې قصداً بدې خبرې کوى، او مخالفين دې نوم بې‌فائدې اخلى.


اے پاکه خُدايه، ترڅو به دشمن ستا نوم پورې خندا کوى؟ او تل به هغه ستا د نوم بې‌حرمتى کوى؟


مالِکه خُدايه راياد کړه چې دشمن به څنګه تا پورې ټوقې کولې، او څنګه به کم عقلانو ستا د نوم ګستاخى کوله،


زما نوم د غلطو مقصدونو دپاره مۀ استعمالوئ، ځکه چې زۀ، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک به هغه چا له سزا ورکوم څوک چې زما نوم بې‌فائدې اخلى.


د خُدائ پاک په حق کښې بدې ردې مۀ وايئ او د خپل قوم مشرانو ته ښېرې مۀ کوئ.


”اِسرائيلو ته ووايه، کۀ ستاسو يو خپل کس يا يو مسافر چې ستاسو سره اوسيږى هغه د خپلو ماشومانو نه يو ماشوم مولک بُت ته پېش کړى نو ټول قوم به هغه سنګسار کړى او مړ به يې کړى.


نو ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې يوه ګناه او يو کُفر داسې نشته چې د بنى آدمو بخښلے نۀ شى، سېوا د هغه کُفر نه چې د روحُ القُدس په خلاف لګولے شوے وى.


ستاسو فېصله څۀ ده؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”دے مجرم دے او د قتلولو جوګه دے.“


تاسو په خپله دا کُفر واورېدو ستاسو فېصله څۀ ده؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”دے مجرم دے او د مرګ جوګه دے.“


يهوديانو هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”مونږ سره شريعت شته، او د هغه شريعت په مطابق دے د مرګ لائق دے ځکه چې دۀ د خُدائ پاک د زوئ کېدو دعوىٰ کړې ده.“


ما په ټولو عبادتخانو کښې هغوئ ته سزا ورکوله او کوشش مې دا وو چې دوئ په دې مجبور شى چې کُفر ووائى او زۀ هغوئ ته دومره ډېر غصه وم چې د هغوئ د زورولو پسې به نورو مُلکونو او ښارونو ته هم تلم.


بيا يې هغه د ښار نه بهر وويستو او سنګسار يې کړو. او ګواهانو خپلې جامې د ساؤل نومې يو ځوان سړى په پښو کښې کېښودلې.


اګر کۀ مخکښې زۀ کُفر غرونکے او عذاب ورکوونکے او ګستاخ سړے وم، خو په ما رحم وشو ځکه چې ما د بې‌ايمانۍ په حالت او په ناپوهۍ کښې دا کارونه کړى وُو.


ولې دا هغوئ نۀ دى څوک چې د هغه چا د عزتمند نوم په حقله کُفر غروى په کوم نوم چې تاسو يادېږئ؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan