15 بيا اِسرائيلو ته ووايه چې هر څوک هم خُدائ پاک ته کنځل وکړى نو هغۀ ته به خامخا د خپلو بدو سزا مِلاو شى
دوه بدمعاشان د هغۀ مخامخ کښېنوئ چې اِلزام ورباندې ولګوى چې هغۀ د خُدائ پاک او بادشاه ګستاخى کړې ده. بيا هغه د ښار نه بهر بوځئ او سنګسار يې کړئ چې مړ شى.“
زما نوم د غلطو مقصدونو دپاره مۀ استعمالوئ، ځکه چې زۀ، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک به هغه چا له سزا ورکوم څوک چې زما نوم بېفائدې اخلى.
د خُدائ پاک په حق کښې بدې ردې مۀ وايئ او د خپل قوم مشرانو ته ښېرې مۀ کوئ.
د خپل اولاد يو کس هم د مولک بُت دپاره مۀ ورکوئ چې د هغۀ په عبادت کښې استعمال شى ځکه چې په داسې کولو سره د خپل خُدائ پاک د نوم سپکاوے کوئ. زۀ مالِک خُدائ يم.
په دې حالاتو کښې د ګناه نذرانې ضرورى ګڼلے کيږى. کۀ څوک د ګواهۍ ورکولو دپاره عدالت ته وغوښتلے شى او هغه معلومات نۀ ورکوى چې څۀ يې ليدلى يا اورېدلى وى، نو هغۀ ته دې د خپلو بدو سزا مِلاو شى.
خو چې څوک پاک وى او لرې سفر کښې نۀ وى او هغه د فسحې اختر ونۀ کړى، نو هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے، ځکه چې هغۀ ما ته په مقرر وخت باندې نذرانه پېش نۀ کړه. هغۀ ته به خامخا د خپلې ګناه سزا مِلاو شى.