9-10 کله چې تاسو هغه زمکې له ورشئ کومه چې مالِک خُدائ تاسو له درکوى او تاسو خپل فصل ورېبئ، نو وړومبے ګېډے اِمام له وروړئ.
چې کله تاسو خپل فصلونه رېبل شروع کوئ، نو د لَو کولو اختر کوئ په خپلو پټو کښې چې تاسو کوم تخم کَرلے وى نو د هغه فصل وړومبے پېداوار پېش کوئ او چې کله تاسو خپل فصل د پټو نه راټول کړئ نو په خزان کښې د فصل راټولولو اختر کوئ.
اووۀ ورځې مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانې پېش کړئ. په اوومه ورځ به تاسو بيا د عبادت دپاره راغونډ شئ، خو هغه يو کار به هم نۀ کوئ کوم چې تاسو هره ورځ کوئ.