8 اووۀ ورځې مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانې پېش کړئ. په اوومه ورځ به تاسو بيا د عبادت دپاره راغونډ شئ، خو هغه يو کار به هم نۀ کوئ کوم چې تاسو هره ورځ کوئ.
په وړومبۍ ورځ او بيا په اوومه ورځ به تاسو زما د عبادت دپاره يو ځائ کېږئ. په دغه ورځو کښې به بل يو کار هم نۀ کوئ خو د ځان دپاره صِرف خوراک تيارولے شئ.
اووۀ ورځې به تاسو پتيره روټۍ خورئ او په اوومه ورځ د مالِک خُدائ د درناوى دپاره اختر وکړئ.
مالِک خُدائ ته به هغه هره ورځ د اختر د دې اوو ورځو په دوران کښې اووۀ غوَيان او اووۀ ګډان چې ټول بېعېبه دى د سوزېدونکې نذرانې دپاره پېش کوى او نر چېلے به د ګناه د نذرانې دپاره پېش کوى.
د دې ورځو په اوله ورځ به تاسو د عبادت دپاره راغونډېږئ او هغه يو کار هم مۀ کوئ چې تاسو يې هره ورځ کوئ.
کله چې تاسو هغه زمکې له ورشئ کومه چې مالِک خُدائ تاسو له درکوى او تاسو خپل فصل ورېبئ، نو وړومبے ګېډے اِمام له وروړئ.
د اختر په وړومبۍ ورځ به تاسو د عبادت دپاره راغونډېږئ او هيڅ کار به نۀ کوئ.
په اوومه ورځ د عبادت دپاره رايوځائ کېږئ او کار مۀ کوئ.
د لَو کولو اختر په وړومبۍ ورځ، کله چې تاسو د نوې غلې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کوئ، نو تاسو به د عبادت دپاره راجمع کېږئ او هيڅ کار به نۀ کوئ.
ورپسې شپږ ورځې به تاسو پتيره روټۍ خورئ او په اوومه ورځ د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د عبادت دپاره راغونډ شئ او په هغه ورځ کار مۀ کوئ.