42 ټول اِسرائيل به اووۀ ورځې په جونګړو کښې اوسيږى،
خو يعقوب سُکات ته لاړو، چرته چې هغۀ د خپل ځان دپاره کور او د څاروو دپاره شپولونه جوړ کړل. نو د هغه ځائ نوم سُکات شو.
مونږ په خېمو کښې اوسېدلو او په هر هغه څۀ مو پوره عمل کړے دے څۀ چې مونږ ته زمونږ نيکۀ يوندب حکم کړے وو.
ما د پېغمبرانو سره کلام وکړو او ما پخپله ډيرې روياګانې څرګندې کړې او د پېغمبرانو په ذريعه مې درته تعبير کړې.
خو زۀ، مالِک خُدائ ستاسو هغه خُدائ پاک يم چې چا د مِصر نه راوويستلئ، زۀ به يو ځل بيا تاسو د پخوا په شان په خېمو کښې اوسوم لکه چې هر کال د جونګړو په اختر کښې اوسېږئ.
دا اووۀ ورځې کوئ. ستاسو اولاد به دا اصُول په راتلونکى ټولو وختونو کښې منى.
او اِسرائيليان يې وليدل چې قبيله په قبيله يې خېمې لګولې وې. نو د خُدائ پاک روح په هغۀ باندې راغلو،
د بنى اِسرائيلو خېمې ښائسته دى،
ځکه چې مونږ ته دا پته ده چې زمونږ بدن لکه د دُنياوى خېمې په شان دے په کومه کښې چې مونږ اوسيږو او کله چې هغه راپرېوځى نو خُدائ پاک به مونږ ته په آسمان کښې ابدى کور راکړى کوم چې په انسانى لاسونو جوړ شوے نۀ وى.