41 دا اووۀ ورځې کوئ. ستاسو اولاد به دا اصُول په راتلونکى ټولو وختونو کښې منى.
د اختر د وړومبۍ ورځې نه واخله تر آخرى ورځې پورې هغوئ هره ورځ د خُدائ پاک د شريعت يوه حِصه لوستله. هغوئ اووۀ ورځې دا اختر وکړو او په اتمه ورځ د اختر د ختمېدو اجتماع وشوه، هم هغه شان لکه څنګه چې په شريعت کښې لازمى شوى وُو.
ترڅو پورې چې تاسو دا نذرانه خُدائ پاک ته نۀ وى راوړې نو تر هغې د نوې غلې روټۍ، وريتې شوې يا کچه دانې مۀ خورئ. په راتلونکى ټولو وختونو کښې ستاسو ټول اولاد به دا اصُول منى.
په هغه ورځ د خپلو ونو نه ډېره ښۀ مېوه وشوکوئ، د کجورو څانګې او د پاڼو والا د ونو څانګې او د سيند د غاړې نه د خاروَلو ونې واخلئ او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په درناوى کښې اختر وکړئ.
ټول اِسرائيل به اووۀ ورځې په جونګړو کښې اوسيږى،
د اوومې مياشتې په پينځلسمه ورځ د عبادت دپاره راغونډېږئ. د مالِک خُدائ په درناوى کښې اووۀ ورځې دا اختر کوئ او هيڅ کار مۀ کوئ.