Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 23:40 - Pakistani Yousafzai Pashto

40 په هغه ورځ د خپلو ونو نه ډېره ښۀ مېوه وشوکوئ، د کجورو څانګې او د پاڼو والا د ونو څانګې او د سيند د غاړې نه د خاروَلو ونې واخلئ او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په درناوى کښې اختر وکړئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 23:40
19 Iomraidhean Croise  

هلته په چنارونو کښې مونږ خپل ربابُونه راوېزاند کړى وُو،


صادقان به لکه د کجورې د ونې په شان ترقى کوى، او دوئ به لکه د لبنان د دِيار غوندې لوئيږى.


هغوئ چې د چا فديه مالِک خُدائ ورکړې ده هغوئ به واپس راشى او سندرې به وائى، څنګه چې يروشلم ته داخل شى نو د هغوئ زړونه به همېشه د خوشحالۍ نه ډک وى، او هغوئ به دومره زيات خوشحاله وى چې غم او پرېشانۍ به ترې وتښتى.


هغوئ به د داسې واښو په شان ترقى کوى چې سيرابه وى، د هغه خاروَلو ونو په شان چې د اوبو د روانو نِهرونو په غاړه شوې وى.


اے هغه ټولو خلقو چې څوک د دې ښار سره مينه کوئ، د يروشلم سره خندا او خوشحالى وکړئ. اے هغه ټولو خلقو چې په دې باندې غمژن وئ، نو اوس ورسره خوشحالۍ وکړئ.


کله چې تاسو د خپلو پټو نه فصل ورېبئ، نو اووۀ ورځې دا اختر کوئ، چې د اوومې مياشتې په پينځلسمه ورځ باندې شروع کيږى. اوله ورځ او اتمه ورځ به د آرام کولو خاص ورځې وى.


دا اووۀ ورځې کوئ. ستاسو اولاد به دا اصُول په راتلونکى ټولو وختونو کښې منى.


ګڼو خلقو خپلې جامې د هغۀ په لاره کښې وغوړولې او ځينې خلقو د ونو څانګې راماتې کړې او لاره يې ورته ښائسته کړه.


نو هغوئ د کجورې څانګې واخستلې او د هغۀ استقبال له ورووتل او دا نعرې يې وهلې، ”اُمبارکى. مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نوم راځى، د بنى اِسرائيلو بادشاه دې مبارک وى.“


نو اوس تاسو غمژن يئ خو زۀ به تاسو بيا ووينم او ستاسو زړونه به خوشحاله شى او هيڅوک به ستاسو خوشحالى تاسو نه وانۀ خلى.


خو مونږ د دې نه زيات د خپل مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله په خُدائ پاک فخر کوُو د چا په وسيله چې مونږ د خُدائ پاک سره رضا شوى يُو.


د خپلو بچو سره، خپلو نوکرانو او د ليويانو سره چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، هلته د هغۀ په حضور کښې خوشحالى کوئ، ياد لرئ چې د ليويانو به په زمکه کښې هيڅ ميراث نۀ وى.


هلته، د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې تاسو او ستاسو خاندان به خوراک کوئ او د هغه هر څيز نه به پوره خوند اخلئ چې تاسو د هغې دپاره محنت کړے وى. ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له برکت درکړے دے.


ځکه چې مونږ هغه رښتينى سنت شوى خلق يُو څوک چې د خُدائ پاک په روح کښې عبادت کوُو او په عيسىٰ مسيح فخر کوُو او په بدن مو بهروسه نشته.


همېشه په مالِک کښې خوشحالى کوئ، او بيا هم وايم چې خوشحالى کوئ.


تاسو هغۀ سره داسې مينه کوئ اګر چې هغه مو ليدلے نۀ دے. او نۀ يې اوس وينئ، خو تاسو په هغۀ يقين ساتئ، او په جلالى انداز کښې خوشحالى کوئ کومه چې د بيان نه بهر ده.


او د دې نه پس ما د خلقو لويه ګڼه وليده چې بې‌شمېره وه، دا د ټولو قومونو، ټولو خيلونو او د مختلفو ژبو د ويوونکو خلقو ګڼه د تخت او د ګډُورى د وړاندې ولاړه وه. او هغوئ سپينې جامې اغوستې وې او د کجورو څانګې يې په لاسونو کښې نيولې وې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan