39 کله چې تاسو د خپلو پټو نه فصل ورېبئ، نو اووۀ ورځې دا اختر کوئ، چې د اوومې مياشتې په پينځلسمه ورځ باندې شروع کيږى. اوله ورځ او اتمه ورځ به د آرام کولو خاص ورځې وى.
چې کله تاسو خپل فصلونه رېبل شروع کوئ، نو د لَو کولو اختر کوئ په خپلو پټو کښې چې تاسو کوم تخم کَرلے وى نو د هغه فصل وړومبے پېداوار پېش کوئ او چې کله تاسو خپل فصل د پټو نه راټول کړئ نو په خزان کښې د فصل راټولولو اختر کوئ.
اووۀ ورځې تاسو هره ورځ يوه په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کوئ. په اتمه ورځ بيا د عبادت دپاره راغونډ شئ او په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کړئ. دا د عبادت ورځ ده او چې هيڅ کار په کښې ونۀ کړئ.
دا اخترونه د عامو سبت د ورځو نه علاوه دى او دا نذرانې ستاسو د عامو تُحفو نه علاوه دى، ستاسو د منښتې پوره کېدلو نذرانو او ستاسو د هغه رضاکارانه نذرانو نه چې تاسو يې مالِک خُدائ له ورکوئ.
په هغه ورځ د خپلو ونو نه ډېره ښۀ مېوه وشوکوئ، د کجورو څانګې او د پاڼو والا د ونو څانګې او د سيند د غاړې نه د خاروَلو ونې واخلئ او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په درناوى کښې اختر وکړئ.
چې تاسو خپل ټول فصل راټول کړئ او خپل ټول انګور په لنګرۍ کښې نچوړ کړئ، نو اووۀ ورځې د جونګړو اختر کوئ.