Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 23:38 - Pakistani Yousafzai Pashto

38 دا اخترونه د عامو سبت د ورځو نه علاوه دى او دا نذرانې ستاسو د عامو تُحفو نه علاوه دى، ستاسو د منښتې پوره کېدلو نذرانو او ستاسو د هغه رضاکارانه نذرانو نه چې تاسو يې مالِک خُدائ له ورکوئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 23:38
15 Iomraidhean Croise  

يو ليوى، د يمنه زوئ قورې څوک چې د مالِک خُدائ د کور د نمرخاتۀ طرف ته دروازې مشر څوکيدار وو، هغه د هغه تُحفو د وصولولو او د تقسيمولو مشر وو چې کومې مالِک خُدائ ته پېش کېدلې.


تا زۀ د مرګ نه خلاص کړم. تا په خپله زۀ د تيندک خوړلو نه وساتلم، چې زۀ د ژوند په نُور کښې د خُدائ په حضور کښې وګرځم.


هغه حاکمان عاجزان کوى، او د زمکې بادشاهان د هغۀ نه يره کوى.


کله چې شهزاده د خپلې خوښې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کوى، کۀ هغه سوزېدونکې نذرانه وى او يا د سلامتۍ نذرانه وى، هغه دروازه چې مخ يې نمرخاتۀ طرف ته دے هغه به د هغۀ دپاره کولاو کړے شى. هغه به خپله سوزېدونکې نذرانه او يا د سلامتۍ نذرانه داسې پېش کړى څنګه چې هغه د سبت په ورځ کوى. بيا به هغه بهر لاړ شى، او د هغۀ د بهر تلو نه وروستو، به دروازه بنده کړے شى.“


ستاسو هر يو کس دې د خپل مور او پلار عزت کوى او د سبت ورځ مانځئ، چې څنګه ما حُکم درکړے دے. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.


ستاسو سره شپږ ورځې شته چې خپل کار په کښې کولے شئ، خو ياد ساتئ اوومه ورځ د سبت ورځ ده، چې د آرام دپاره ده. په دې ورځ کار مۀ کوئ او د عبادت دپاره راغونډېږئ. د سبت ورځ د مالِک خُدائ ده، چې تاسو چرته هم اوسېږئ.


دا مذهبى اخترونه دى چې تاسو يې د مالِک خُدائ په درناوى کښې کوئ چې د عبادت دپاره په يو ځائ راغونډېږئ او په اور تيارېدونکې نذرانې، سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې، قربانۍ او د ميو نذرانې په کښې پېش کوئ، چې په خپله خپله ورځ پېش کيږى.


کله چې تاسو د خپلو پټو نه فصل ورېبئ، نو اووۀ ورځې دا اختر کوئ، چې د اوومې مياشتې په پينځلسمه ورځ باندې شروع کيږى. اوله ورځ او اتمه ورځ به د آرام کولو خاص ورځې وى.


دا اصُول د سوزېدونکې نذرانې، د غلې دانې نذرانې، د څښلو نذرانې او د سلامتۍ نذرانې دپاره دى چې تاسو يې مالِک خُدائ ته په خپلو مقررو اخترونو کښې پېش کوئ. دا د هغه نذرانو نه علاوه دى چې تاسو يې د يوې منښتې د پوره کېدو د نذرانو يا د رضاکارانه نذرانو په توګه ورکوئ.“


هلته به خپلې سوزېدونکې نذرانې او نورې قربانۍ، خپله لسمه حِصه او مقدسې نذرانې، خپلې منښتې، خپلې رضاکارانه نذرانې او د خپلو څاروو او ګډو وړومبى پېدا شوى بچى پېش کوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan