32 د هغې مياشتې د نهمې ورځې د نمرپرېواتو نه د لسمې ورځې د نمرپرېواتو پورې دا خاص ورځ مانځئ، په دې دوران کښې تاسو روژه نيسئ.
نو ما حُکم ورکړو چې د هر سبت د شروع کېدو نه وړاندې د ښار دروازې په ماښامى کښې بندولے شى او د سبت د ورځې د ختمېدو نه وړاندې دې نۀ شى کولاولے. ما خپل يو څو سړى په دروازو باندې د دې دپاره ودرول چې دا خبره يقينى شى چې د سبت په ورځ به ښار ته هيڅ هم نۀ شى راوړلے.
خو ما د هغوئ په بيمارۍ، د غم جامې واچولې روژه دار شوم. او په روژه نيولو او دُعا کولو د دوئ دپاره عاجز شوم، ما د عاجزۍ نه په دُعا کښې سر ټيټ نيولے وو.
پاکه خُدايه تا ته د عاجز او مات روحونو خوښه ده قربانى، تۀ غمژن او توبه ګار زړۀ سپک نۀ ګڼې.
زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم.
څوک چې په صيون کښې ماتم کوى نو هغوئ له به د ايرو په ځائ ښائسته تاج ورکړم، او د غم په ځائ به خوشحالى ورکړم، او د پرېشانۍ په ځائ به حمدوثناء ورکړم. هغوئ به په خپل صداقت کښې د څېړۍ د داسې ونو په شان وى چې مالِک خُدائ په خپله د خپل جلال دپاره کَرلى وى.
دا اصُول به د همېشه دپاره وى. د اوومې مياشتې په لسمه ورځ اِسرائيليان او د هغوئ سره مهاجر خلق به خامخا روژه نيسى او هيڅ کار به نۀ کوى.
چې په کومه ورځ باندې هغوئ روژه نيسى او کار نۀ کوى نو هغه به يوه ډېره مقدسه ورځ وى. دا اصُول به د همېشه دپاره وى.
”د دې اوومې مياشتې لسمه ورځ د کفارې ده، دا به ستاسو دپاره يوه مقدسه اجتماع وى. تاسو به روژه نيسئ او مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کوئ.
ستاسو اولاد چې چرته هم اوسيږى دا اصُول د هغوئ دپاره دى.
د جونګړو اختر د اوومې مياشتې په پينځلسمه ورځ شروع کيږى او دا به اووۀ ورځې وى.
بختور دى هغوئ چې غمژن دى، هغوئ به تسلى ومومى.
خو کۀ چرې مونږ خپله خپل ځان وآزمايو نو مونږ به د هغۀ د عدالت نه بچ شُو.
نو راځئ چې مونږ په هغه آرام کښې د داخلېدو دپاره هر کوشش وکړُو نو چې په مونږ کښې څوک هم د هغوئ په شان د نافرمانۍ په وجه ناکامه نۀ شُو.
او مونږ چا چې ايمان راوړو په هغه آرام کښې داخلېږو لکه څنګه چې خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”نو ما په خپله غصه کښې قسم وخوړلو چې، کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى،“ کۀ څۀ هم چې دا آرام د دُنيا د جوړېدو نه مخکښې تيار شوے وو.