Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 23:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 په هغه ورځ هيڅ کار مۀ کوئ، ځکه چې هغه د کفارې ورځ ده او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک وړاندې ستاسو کفاره ادا کيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 23:28
15 Iomraidhean Croise  

خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى.


اويا وارې اووۀ کاله ستا قوم او ستا مقدس ښار دپاره مقرر شوى دى چې په کښې خپله سرکشى ختمه کړئ، او ګناه بنده کړئ، د بدعملۍ کفاره ورکړئ، نۀ ختمېدونکے صداقت قائم کړئ، د پېغمبرى رويا او پېشګوئې تصديق وکړئ او چې د ټولو نه مقدس ځائ مسح کړئ.


په هغه ورځ به د هغوئ د ټولو ګناهونو نه د پاکوالى کفاره ادا شى او هغوئ به پاک شى.


او د زيات مقدس ځائ، د مالِک خُدائ د حضور ټولې مقدسې خېمې، قربان‌ګاه، د اِمامانو او د ټول قوم د پاکوالى کفاره به ادا کړى.


دا اصُول به د همېشه دپاره وى. په کال کښې يو ځل به خامخا د اِسرائيلو د ټولې ګناه نه د پاکوالى دپاره کفاره ادا کيږى. نو موسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو.


”د دې اوومې مياشتې لسمه ورځ د کفارې ده، دا به ستاسو دپاره يوه مقدسه اجتماع وى. تاسو به روژه نيسئ او مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کوئ.


وګورئ، هغه قيمتى کاڼے چې ما د يشوَع په وړاندې اېښے دے. د هغه کاڼى اووۀ مخونه دى، او زۀ به په دې نقش وليکم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، او زۀ به د دې مُلک ګناهونه په يوه ورځ کښې ختم کړم.


او د خُدائ پاک د مرضۍ په وسيله مونږ د عيسىٰ مسيح د بدن د يو ځل قربانېدو په وجه د همېشه دپاره پاک کړے شُو.


ځکه چې هغه د يوې قربانۍ ورکولو په وسيله هغوئ د همېشه دپاره کامِل کړل څوک چې پاک کړے شوى دى.


هغه يو ځل د ټولو دپاره زيات مقدس ځائ ته ننوتو، د چېلو او سخو وينو سره نه بلکې په خپله وينه يې دغه رنګ ابدى خلاصون زمونږ دپاره حاصل کړو.


ځکه چې داسې به هغۀ د دُنيا د پېدايښت نه دا تکليف بيا بيا زغملو. خو داسې نۀ ده هغه اوس په يو ځل د زمانې په آخر د ټولو دپاره راښکاره شو چې د خپلې قربانۍ په وسيله ګناه ختمه کړى.


او هغه زمونږ د ګناهونو کفاره دے، او هغه نۀ يواځې زمونږ د ګناهونو بلکې د ټولې دُنيا د ګناهونو کفاره هم دے.


رښتينې مينه په دې کښې نۀ ده چې مونږ د خُدائ پاک سره مينه وکړه بلکې په دې کښې ده چې هغۀ مونږ سره مينه وکړه، او زمونږ د ګناهونو د کفارې دپاره هغۀ خپل زوئ راولېږلو.


عيسىٰ مسيح هغه څوک دے چې د اوبو د بپتسمې او د وينې توېدلو سره راغے، او عيسىٰ مسيح يواځې د اوبو سره نه، بلکې د اوبو او د وينې سره راغے. او روحُ القُدس د دې خبرې ګواهى کوى ځکه چې روحُ القُدس حقيقت دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan