27 ”د دې اوومې مياشتې لسمه ورځ د کفارې ده، دا به ستاسو دپاره يوه مقدسه اجتماع وى. تاسو به روژه نيسئ او مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کوئ.
هلته د اهاوا نِهر سره ما ټولو له دا حُکم ورکړو چې روژه ونيسئ او د خپل خُدائ پاک په وړاندې خپل ځانونه عاجزان کړئ او هغۀ ته سوال وکړئ چې په سفر کښې زمونږ مدد وکړى او زمونږ، زمونږ د بچو او زمونږ د مال دولت حِفاظت وکړى.
خو ما د هغوئ په بيمارۍ، د غم جامې واچولې روژه دار شوم. او په روژه نيولو او دُعا کولو د دوئ دپاره عاجز شوم، ما د عاجزۍ نه په دُعا کښې سر ټيټ نيولے وو.
په کال کښې يو ځل به هارون د قربانګاه د کفارې رسم ادا کوى، چې کله د ګناه دپاره د قربان شوى ځناور وينه د قربانګاه د ښکرو په شان څيزونو باندې تويَولے شى نو دا پاکيږى. په راتلونکى ټولو وختونو کښې به دا د کفارې رسم هر کال ادا کيږى. دا قربانګاه به پوره مقدسه وى، ځکه چې دا ما مالِک خُدائ ته وقف ده.“
ولې زۀ داسې روژه خوښوم څۀ چې انسان دې په کښې يوې ورځې دپاره خپل ځان عاجز کړى؟ او د لوخې د پاڼې په شان خپل سرونه ټيټ کړى او د ټاټ په جامو کښې په ايرو دپاسه څملى؟ تاسو دې ته روژه وايئ؟ دا ورځ به مالِک خُدائ ته قبوله وى څۀ؟
چې کله هارون غوَيے د خپلې ګناه او د خپل خاندان د ګناه دپاره د نذرانې په توګه قربانى کړى،
د هغې نه پس، هغه به چېلے د خلقو دپاره د ګناه د نذرانې په توګه حلال کړى، وينه به يې زيات مقدس ځائ ته راوړى، د صندوق د کفارې په تخت او په مخکښې به يې وشيندى، هم هغه شان چې څنګه يې د غوَيى د وينې سره کړى وُو.
نو په دې کولو سره به هغه د زيات مقدس ځائ د پاکوالى کفاره ادا کړى چې د بنى اِسرائيلو د ناپاکۍ او د ټولو ګناهونو نه پاک شى. هغه به د مقدسې خېمې دپاره خامخا داسې وکړى، ځکه چې هغه د کېمپ په مينځ کښې ولاړه ده، کوم ځائ چې ناپاک دے.
هغه به په يو مقدس ځائ کښې غسل وکړى او خپلې جامې به واغوندى. د هغې نه پس، هغه به بهر لاړ شى او د خپلو ګناهونو او د خلقو ګناهونو لرې کولو کفارې دپاره به سوزېدونکې نذرانه پېش کړى.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،
په هغه ورځ هيڅ کار مۀ کوئ، ځکه چې هغه د کفارې ورځ ده او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک وړاندې ستاسو کفاره ادا کيږى.
نو د اوومې مياشتې په لسمه ورځ يعنې د کفارې په ورځ به په ټول مُلک کښې بيګل وغږولے شى.
زۀ به د داؤد په اولاد او څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى د فضل او دُعا روح نازل کړم. هغوئ به ما ته ګورى، هغه چا ته چې دوئ په نېزه وهلے دے، او هغوئ به د هغۀ دپاره داسې ماتم وکړى لکه چې څوک په خپل ايکې يو ماشوم ماتم کوى، او ډېر سخت به خفه شى لکه د چا چې اولنے زوئ مړ شوے وى.
اوس کافى وخت تېر شوے وو او په سمندرى سفر تلل خطرناک وُو ځکه چې روژه هم تيره شوې وه. نو پولوس هغوئ ته دا مشوره ورکړه
په خپلو اعمالو وير او ژړا وکړئ، ستاسو خندا دې په وير بدله شى او ستاسو خوشحالى دې په غم.