20 اِمام به روټۍ د دوو ګډورو سره د اِمامانو دپاره د خاص تُحفې په توګه هم پېش کړى. دا نذرانې مقدسې دى.
دا ټول د هارون او د هغۀ د زامنو په لاسونو کښې کېږده او هغوئ ته ووايه چې دا ټول د دې ښکاره کولو دپاره اوچت کړى چې دا مالِک خُدائ ته د خاص نذرانې په توګه وقف کوى.
هر يو خاندان دې دوه دوه روټۍ راوړى او دا دې مالِک خُدائ ته د خاص تُحفې په توګه پېش کړى. هره يوه روټۍ دې خمبيره شوې د دوه کلو ښو اوړو نه پخه شوې وى او دا به مالِک خُدائ ته د وړومبى رېبلے شوى فصل د نذرانې په توګه پېش کيږى.
يو چېلے د ګناه د نذرانې په توګه او دوه يو کلن ګډُورى د سلامتۍ د نذرانې په توګه هم پېش کړئ.
په هغه ورځ هغه يو کار هم مۀ کوئ چې تاسو يې هره ورځ کوئ او د عبادت دپاره راغونډېږئ. ستاسو اولاد چې چرته هم اوسيږى دا اصُول دې په راتلونکى ټولو وختونو کښې منى.
بيا موسىٰ هغه سينه واخستله او مالِک خُدائ ته يې د يوې خاص تُحفې په توګه پېش کړه. دا د موسىٰ د مقررولو په ګډ کښې حِصه وه. موسىٰ هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.
”د خُدائ پاک حمد دې وى پاس په آسمان کښې، او په زمکه دې د هغه خلقو دپاره خير او سلامتى وى د چا نه چې هغه رضا دے.“
کۀ مونږ ستاسو په مينځ کښې روحانى تخم وکَرلو نو ولې دا څۀ لويه خبره ده چې مونږ ستاسو د مادى څيزونو فصل وريبو؟
ځکه چې مسيح په خپله زمونږ صُلح وکړه. هغۀ يهوديان او غېريهوديان د خپل بدن په وسيله په سولۍ يو ځائ کړل، او د دشمنۍ هغه دېوال يې ونړولو کوم چې مونږ جدا کړى وُو.
هغوئ به د دې څيزونو نه وړومبۍ برخه اخلى يعنې د غلې، ميو، د زيتُونو تېلو او ستاسو د ګډو د وړو نه.