Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 23:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 ترڅو پورې چې تاسو دا نذرانه خُدائ پاک ته نۀ وى راوړې نو تر هغې د نوې غلې روټۍ، وريتې شوې يا کچه دانې مۀ خورئ. په راتلونکى ټولو وختونو کښې ستاسو ټول اولاد به دا اصُول منى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 23:14
15 Iomraidhean Croise  

تا هغوئ ته وښودل چې ستا د سبت ورځ مقدسه وګڼى، او تا د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه هغوئ له خپل قانون ورکړو.


حُکمونه د مالِک خُدائ رښتيا دى زړۀ خوشحالوى. د مالِک خُدائ حُکمونه پاک دى د ژوند پوهه ورکوى.


هارون او د هغۀ زامن دې هغه ډيوه زما د حضور په خېمه کښې د پړدې نه بهر ولګوى چې د لوظ صندوق ته مخامخ ده. دا به هلته زما په حضور کښې د ماښام نه واخله تر سحره پورې بليږى. بنى اِسرائيل او د هغوئ اولاد به همېشه دپاره دا حُکم منى.


هر کال د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کور ته د خپلې زمکې نه رېبلے شوې وړومبۍ غله راوړئ. د چېلۍ بچے د خپلې مور په پيو کښې مۀ پخوئ.“


تاسو بنى اِسرائيلو ته هغه ټول قانون وښايئ کوم چې ما د موسىٰ په ذريعه درکړے دے.“


چې کله تاسو د خپل رېبلے شوى فصل د وړومبۍ غلې نذرانه مالِک خُدائ ته راوړئ، نو وريتې شوې دانې يا مېده شوى اوړۀ ورته پېش کوئ.


ستاسو اولاد چې چرته هم اوسيږى دا اصُول د هغوئ دپاره دى.


دا اووۀ ورځې کوئ. ستاسو اولاد به دا اصُول په راتلونکى ټولو وختونو کښې منى.


يو بنى اِسرائيلے به هم وازګه او وينه نۀ شى خوړلے، بنى اِسرائيل چې چرته هم اوسيږى نو ټول به دا قانون د تل دپاره منى.


ګورئ چې په دې حُکمونو باندې عمل وکړئ، دا خبره مۀ هېروئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan