12 په کومه ورځ چې تاسو د فصل نذرانه پېش کوئ، نو د يو کال ګډُورے هم د سوزېدونکې نذرانې په توګه قربانى کړئ چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.
تاسو به يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے خوښ کړئ، خو دا دې خامخا د يو کال نر وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.
کۀ هغه کس د ګډو يا د چېلو د رَمې نه څۀ پېش کوى، نو هغه دې خامخا نر وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.
کۀ هغه خپل څاروے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې د رمې نه يو نر څاروے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. هغه دې دا د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې حاضر کړى، نو مالِک خُدائ به دا قبول کړى.
هغه به دا مالِک خُدائ ته د يوې خاص نذرانې په توګه پېش کړى، تر څو چې تاسو قبول شئ. اِمام به دا د سبت پسې په بله ورځ پېش کړى.
تاسو د دې سره دوه کلو ښۀ اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه پېش کړئ. د دې نذرانې خوشبوئى په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. تاسو د دې سره يو ليټر د ميو نذرانه هم پېش کړئ.
بلکې د مسيح قيمتى وينه وه. هم هغه لکه د روغ رمټ او بېداغه ګډُورى په شان قربان شو.