11 هغه به دا مالِک خُدائ ته د يوې خاص نذرانې په توګه پېش کړى، تر څو چې تاسو قبول شئ. اِمام به دا د سبت پسې په بله ورځ پېش کړى.
هارون به دا په خپل تندى باندې وتړى، نو زۀ مالِک خُدائ به هغه نذرانې قبلوم چې بنى اِسرائيل يې ما ته وقف کوى، کۀ خلق د دې په پېش کولو کښې څۀ غلطى هم کوى.
دا ټول د هارون او د هغۀ د زامنو په لاسونو کښې کېږده او هغوئ ته ووايه چې دا ټول د دې ښکاره کولو دپاره اوچت کړى چې دا مالِک خُدائ ته د خاص نذرانې په توګه وقف کوى.
خو تاسو او ستاسو خاندان هغه سينه او پتُون خوړلے شئ کوم چې د اِمامانو دپاره مالِک خُدائ ته د خاص تُحفې او خاص برخې په توګه پېش کيږى. دا تاسو په يو پاک ځائ کښې خوړلے شئ. دا نذرانې تاسو او ستاسو بچو له د بنى اِسرائيلو د سلامتۍ د نذرانو د برخې نه درکړے شوې دى چې ستاسو شى.
په کومه ورځ چې تاسو د فصل نذرانه پېش کوئ، نو د يو کال ګډُورے هم د سوزېدونکې نذرانې په توګه قربانى کړئ چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.
او هغه سينې او ښے پتُون يې مالِک خُدائ ته د اِمامانو دپاره د خاص تُحفې په توګه پېش کړې، څنګه چې موسىٰ حُکم کړے وو.
نو داسې، نعومى د خپلې موآبۍ اِنږور روت سره د موآب نه واپس راغله. د اوربشو لَو شروع وو، چې دوئ بيتلحم ته ورسېدلې.