Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 23:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 23:1
13 Iomraidhean Croise  

او هر کله چې د سبت په ورځ، د نوې مياشتې په اختر او نورو اخترونو باندې مالِک خُدائ ته نذرانې سوزولے شوې، نو هغوئ به مدد کولو. ليويانو به هر ځل د مالِک خُدائ په حضور کښې د سړو د شمېر په مطابق خِدمت کولو، هغوئ په هغه اصُولو باندې عمل کولو چې کوم ورته ښودلے شوى وُو.


زۀ د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د نوم د درناوى دپاره يو کور جوړوم. دا به يو مخصوص ځائ وى چرته به چې د هغۀ په مخکښې خوشبوئى سوزولے شى، د قربانۍ خاص روټۍ پېش کولے شى او چې په هر سحر او ماښام، د سبت په ورځ، د نوې مياشتې په اخترونو او د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په نورو مقررو اخترونو باندې سوزېدونکې نذرانې پېش کولے شى. هغۀ اِسرائيل له حُکم ورکړے دے چې دا کار به د همېشه دپاره کوئ.


هغۀ د هرې مقدسې ورځې دپاره د موسىٰ د شريعت د حُکم په مطابق سوزېدونکې نذرانې پېش کړې، د سبت د ورځو، د نوې مياشتې اخترونو او د کال درې کلنى اخترونو: د پتيرې روټۍ اختر، د رېبلو اختر او د جونګړو اختر.


تاسو چې ما له کومې نذرانې راوړئ دا بې‌فائدې دى. تاسو چې د خوشبويۍ کومې مصالحې سوزوئ نو د هغې نه زۀ نفرت کوم. زۀ ستاسو د نوې مياشتې اخترونه، ستاسو د سبت ورځې او ستاسو مذهبى اجتماعګانې نۀ شم برداشت کولے، دا هر څۀ ستاسو د ګناهونو په وجه خراب شوى دى.


په هره لانجه کښې دې اِمامان د قاضى فرائض ادا کړى او دا دې زما د حکمونو په مطابق فېصله کړى. هغوئ دې زما د ټولو مقرر شوو اخترونو دپاره زما په قانون او اصُول باندې عمل وکړى، او هغوئ دې زما د سبت ورځ مقدسه وساتى.


دا به د شهزاده ذمه وارى وى چې سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې او د څښلو نذرانې په اخترونو، نوې مياشت او په سبت کښې او د بنى اِسرائيل قوم په ټولو مقرر شوو مېلو کښې پوره کړى. هغه به د ګناه نذرانې، د غلې نذرانې، سوزېدونکې نذرانې، او د سلامتۍ نذرانې پوره کړى، او د بنى اِسرائيلو قوم دپاره به يې کفاره کړى.“


په اخترونو او مقرر شوو مېلو کښې، د غلې نذرانه به يو غوَيى سره يوه ايفه وى، يوه ايفه به د ګډ سره وى، او د ګډورو سره چې څومره غواړى هغه هومره دې ورکړى، او هرې يوې ايفې سره څلور ليټره تېل ورکړئ.


او ما تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ چې ستاسو خُدائ پاک شم. زۀ مالِک خُدائ يم.“


”بنى اِسرائيلو ته د مذهبى اخترونو دپاره دا اصُول وښايه چې په دې کښې هغوئ د عبادت دپاره راغونډ شى.


نو داسې موسىٰ بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښودل چې د مالِک خُدائ په درناوى کښې مذهبى اخترونه وکړى.


يو غوَيے، ګډه، يا يو چېلے مالِک خُدائ ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه يا د يوې منښتې د پوره کولو د نذرانې، يا د رضاکارانه نذرانې يا د ستاسو په مقررو اخترونو کښې د يوې نذرانې په توګه پېش کولے شى، د دې نذرانو خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.


تاسو په ډېر غور سره خاص ورځې، مياشتې او مقرر موسمونه او کالونه مناووئ.


نو په دې وجه څوک مۀ پرېږدئ چې په تاسو د خوراک څښاک يا د اختر يا د نوې مياشت يا د سبت د ورځې په معامله کښې اِلزام ولګوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan