Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 22:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 هغه به د داسې ځناور غوښه نۀ خورى چې په خپل مرګ مړ وى يا ځنګلى ځناورو وژلے وى، په دې به هغه ناپاک شى. زۀ مالِک خُدائ يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 22:8
8 Iomraidhean Croise  

تاسو د خپلو څاروو او د خپلو ګډو وړومبى پېدا شوى بچى ما ته وقف کړئ. هر يو وړومبے پېدا شوے نر بچے به اووۀ ورځې د خپلې مور سره ايساريږى او په اتمه ورځ به هغه ما ته پېش کوئ.


تاسو به زما مقدس خلق يئ، نو د داسې ځناور غوښه مۀ خورئ چې هغه ځنګلى ځناور وژلے وى، هغه سپو ته اچوئ.


خو ما ورته وفرمائيل، ”داسې دې نۀ وى، مالِک قادر مطلق خُدايه، ما کله هم خپل ځان نۀ دے ناپاکه کړے. زما د ځوانۍ نه تر اوسه پورې ما هيڅ داسې څيز نۀ دے خوړلے چې هغه مردار شوے وى او يا ځناورو څيرلے وى. هيڅ قسمه حرامه غوښه زما د خولې دننه شوې نۀ ده.“


اِمامان به هيڅ قسمه څۀ نۀ خورى، مارغۀ يا ځناور چې په خپله مړ وى يا ځناور مړ کړے وى.“


هر څوک، کۀ هغه اِسرائيلے وى يا د پردى مُلک کس، کۀ هغۀ د يو داسې ځناور غوښه وخوړله چې هغه په خپل مرګ مړ وى يا ځنګلى ځناورو وژلے وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى، غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به هغه ناپاک وى خو بيا به پاک شى.


يو ځناور چې په خپل مرګ مړ وى يا کۀ ځنګلى ځناورو وژلے وى د هغۀ وازګه به نۀ خورئ، خو هغه د څۀ بل مقصد دپاره استعمالېدے شى.


هغه يو ځناور هم مۀ خورئ، چې په خپل مرګ مړ وى. تاسو سره چې کوم مسافر اوسيږى هغوئ ته دا ورکولے شئ چې وې خورى، يا دا په نورو مسافرو باندې خرڅولے شئ. خو تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک يئ او تاسو د هغۀ خلق يئ. ګډُورے يا د چېلۍ بچے د خپلې مور په پيو کښې مۀ پخوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan