او يا کۀ دا مړۀ وى او په څۀ څيز باندې وغورزيږى، نو هغه به ناپاک وى. هغه څيز کۀ د لرګى نه جوړ وى، کپړه، څرمن، يا بوجۍ وى، کۀ هر څيز دپاره هم استعماليږى. هغه څيز به په اوبو کښې غوپه کړے شى، خو دا به بيا هم تر ماښامه پورې ناپاک وى.
کۀ هر څوک د دې ځناور څۀ غوښه وخورى، نو هغه به خامخا خپلې جامې وينځى، خو هغه به بيا هم تر ماښامه پورې ناپاک وى، هر څوک چې دا مړۀ ځناور يوسى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى، خو هغه به بيا هم تر ماښامه پورې ناپاک وى.