Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 22:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 د هارون د اولاد يو کس هم دا مقدسې نذرانې نۀ شى خوړلے چې په هغۀ د جذام بيمارى وى يا د هغۀ د بدن نه څۀ وځى چې ترڅو پورې هغه پاک شوے نۀ وى. هر هغه اِمام ناپاک دے چې هغه داسې څۀ څيز له لاس وروړى چې هغه د يو مړى سره د لګېدو په وجه ناپاک وى يا د هغۀ د ذکر نه اوبۀ وځى

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 22:4
18 Iomraidhean Croise  

کۀ يو حلال ځناور مړ شى، کۀ هر څوک ورله لاس وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.


هر څيز چې د کپړې يا څرمنې نه جوړ وى او منى ورباندې پرېوځى نو خامخا به وينځلے شى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى.


د غلې د نذرانې نه پاتې شوې برخه به د اِمامانو وى، دا به ډېره مقدسه ګڼلے شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته په اور باندې سوزېدونکې نذرانې نه اخستے شوې ده.


د غلې د نذرانې نه پاتې شوې برخه به د اِمامانو وى، دا به ډېره مقدسه ګڼلے شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې نه اخستے شوې ده.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو چې د هارون د خاندان اِمامانو ته ووايه، ”کله چې د هغوئ يو خپلوان مړ شى نو د هغۀ په جنازه کښې شريکېدو په وجه به اِمام خپل ځان نۀ ناپاک کوى،


خو داسې کس په اور باندې تيارېدونکې نذرانه خوړلے شى چې ما ته پېش کيږى، يعنې هغه دواړه نذرانې په اور تيارېدونکې مقدسه نذرانه او په اور تيارېدونکې ډېره مقدسه نذرانه،


بيا حجى وفرمائيل، ”کۀ چرې يو سړے د مړى سره په لګېدو باندې ناپاک شى بيا کۀ هغه په دې کښې څۀ څيز سره ولګيږى، آيا دا به ناپاک شى؟“ ”آو،“ اِمامانو جواب ورکړو، ”دا به ناپاک شى.“


کومې خاص برخې چې اِسرائيليان ما ته پېش کوى هغه زۀ په راتلونکى ټولو وختونو کښې تا، ستا زامنو او ستا لوڼو له ورکوم، دا يو نۀ ماتېدونکے لوظ دے چې ما تا او ستا اولاد سره وکړو.“


ډېرې مقدسې نذرانې کومې چې په قربان‌ګاه نۀ سوزولے کيږى، هغه ستاسو دى، د غلې نذرانې، د ګناه نذرانې، د ګناه د تاوان نذرانې. هر هغه څيز چې ما ته د مقدسې نذرانې په توګه پېش کيږى هغه ستا او ستا د زامنو دى.


هر څوک چې ناپاک شوے وى او خپل ځان پاک نۀ کړى نو هغه به ناپاک پاتې شى، ځکه چې په هغۀ باندې د پاکوالى اوبۀ نۀ دى شيندلے شوې. هغه د مالِک خُدائ د خېمې سپکاوے کوى او نور به د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan